د سعودي او ایران تاوتريخوالي کمولو په موخه عمران خان له ایراني چارواکو سره ليدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان د سعودي او ایران تاوتريخوالي د کمولو په موخه د ایران له مذهبي مشر اية الله علي خامنه يي او ولسمشر حسن روحاني سربېره نورو ایراني چارواکو سره ليدلي دي.

له لومړي وزير عمران خان سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د ای ایس اي مشر ډګر جنرال فیض حميد او نور وزيران هم ملګري دي.

د ایران پلازمېنې تهران ته په رسېدو د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د پاکستاني پلاوي هرکلی کړی دی.

له عمران خان سره ګډې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ولسمشر روحاني وويل، د پاکستان لومړي وزير ورته ويلي، چې د سعودي او ایران ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو هڅه کوي او نه غواړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه شخړه په جګړې بدله شي.

عمران خان وايي، که د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پېښه شي، دې سره به نړۍ کې د تېلو بيو کې بې ساري زياتوالی راشي او نړۍ کې به ناامني او بې وزلي نوره هم زياته شي.

د پاکستان لومړي وزير زياته کړې، چې د تهران او رياض ترمنځ شته جنجال پيچلی دی او غواړي، د دواړو هېوادونو د شته جنجال د حل په موخه د روغې جوړې هڅه وکړي.

عمران خان وايي، دا ګام يې د هېڅ لوري په غوښتنه نه دی ترسره کړی، بلکې پاکستان غواړي، په سيمه کې د تاوتريخوالي د زياتېدو مخه ونيسي او دا يې خپله پرېکړه ده.

د ایران مذهبي مشر اية الله علي خامنه يي هم  ويلي، سيمه کې د تاوتريخوالي کمولو په موخه د پاکستان د هڅو ستاينه او درناوی کوي.

د پاکستان د لومړي وزير دفتر رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې ويلي، د پاکستان په هڅو به سيمه کې د تاوتريخوالي د زياتېدو مخنيوی وشي.

عمران خان به د ایران له يوه ورځني سفر وروسته نن بېرته پاکستان ته لاړ شي، هلته به د کابينې غونډې مشري وکړي او د برتانيې له شهزاده کيټ ميډلټن سره به وګوري او نن دوشنبه به بېرته سعودي عربستان ته روان شي.

د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې ایران او سعودي ته سفر کوي، چې د دواړو هېوادونو اړيکې سختې ترينګلې دي، ورمه ورځ هم ایراني چارواکو ويلي، چې سعودي ساحل ته څېرمه د ایران د تېلو پر يوه بېړۍ توغنديز برید شوی دی.

عمران خان تر دې مخکې ويلي و، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د سعودي وليعهد محمد بن سلمان ترې غوښتي وو، چې د ایران او سعودي ترمنځ پيدا شوي تاوتریخوالي په کمولو کې د منځګړي رول ادا کړي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې عمران خان به په خپل ماموريت کې بریالی شي که نه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د