افغانستان

د پارلمان ودانۍ ته څېرمه درې توغندي لګېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار لويديځ کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه درې توغندي لګېدلي دي.

د سيمې خلکو رسنيو ته منلې، چې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه توغنديز بریدونه شوي، خو تر اوسه په دې اړه نور جزئيات نه دي ترلاسه شوي.

د کابل پوليسو او د پارلمان امنيتي مسؤولينو تر اوسه د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x