ټرمپ: په افغانستان کې د نظامي حضور غځولو ته لېوالتیا نه لرو/ويډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ»و ایي، نور امریکا د افغانستان په جګړه کې لېوالتیا نه لري او هغه وخت رارسېدلی چې خپل سرتېري له دې هیواد څخه وباسي.

ټرمپ چې په واشنګټن کې یې یوې کمپایني ناستې ته وینا کوله، وویل « په افغانستان کې زموږ له نظامي شتون سره، سره په دې هیواد کې شرایط نه دي ښه شوي او د افغانستان خلګ لا هم په یو خراب وضعیت کې ژوند کوي».

نوموړي زیاته کړه « که څه هم خپلو جنرالانو ماته ویلي، چې په افغانستان کې طالبان له غرونو راکښته کېږي او خپلې حملې زیاتوي؛ نو ځکه ښايي هلته زموږ جګړه سخته شي، مګر اجازه راکړئ چې په واضح ډول ووایم، موږ له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسو، موږ باید خپل هیواد او خپله اردو جوړه کړو».

د ټرمپ په قول، نور نه غواړي چې په افغانستان کې د نړیوال پولیس دنده ولري؛ ځکه په خبره یې، امریکا په سیمه کې ګڼې ستونزې لري او دا مهال یې چین او روسیه د دوو سترو رقیبانو په حیث رامخته شوي.

د امریکا ولسمشر داسې مهال د افغانستان له جګړې بېزاره ښکاري، چې څه موده وړاندې یې ددې جګړې د ختمولو په تړاو له طالبانو سره کېدونکي مذاکرات ودرول؛ خو وروسته یې یوې کمپایني ناستې ته وویل، چې نور د بې پایه جګړو د پای ته رسولو او خپل هیواد ته د عسکرو د راستنولو وخت رارسېدلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

ژر تر ژره خپل ځناور او بیغرته ګوډاګیان دي، له دی ویاړلی وطن نه اوباسه، او که نه، په ډیر ذلت او رسوايې به وشړل شي. ان شاءالله

جميل
میلمه
جميل

تاسی خو هيڅوخت هم نه وتلاست ، ډيره درنه مو اړولی وه ، خو د باتورو فدايی شازلميانو حملو بيتابه کړه لاست .
داچی اوس مو هوښ سرته راغلی دی له همدی وراسته او چنجن عقل څخه کار واخلی او هرڅه ژر چی کيږی خپل ظالمانه حظور پايته ورسوی ، تاسوته به د خپلو وحشی عسکرو ژوند او ډالر در وسپميږی او کړيدلی او مظلوم افغانان به د آرامی سا واخلی .
الله تعالی مو برباد او تباه کړه .

عبد المالک همت
میلمه
عبد المالک همت

ټرامپ له ګران افغانستان څخه د خپلو عسکرو د وتلو ډول ډول چپه او راسته څرګندوني کړي دي او په افغانستان کي د سولي راوستلو لپاره يې د خليلزاد د ټاکلو په لومړيو کي د سولي په اړه ډېره بېړه درلوده او په شپږو مياشتو کي يې د دې ربړي حل غوښت، خو چي خبره د توافقنامو لاسليکېدو ته ورسېده په ناڅپي توګه يې نټه وکړه اوس بيا له افغانستان څخه د عسکرو د ايستلو خبري کوي، خو عملي کوي يې نه. داسي ښکاري چي دا خبري اوس تر هغه مهاله کوي چي خپل ولس وغولوي او رايي ځني واخلي… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ورونو دا د ترمپ ګډی ودی نه دی چه سهار یوه او ماشام بله وایی ترمپ هغه ریس نه دی چه د هیواد پالیسی خپله جوړوی هغه پالیسی تطبیقوونکی دی. د پالیسیو او پلانو جوړونکی او تصمیم نیونکی نظم نوین جهانی دی نظامی بیس یی په امریکا، سیاسی یی په لندن، پاریس او د اروپا نورو هیوادو او د قوماندی عمومی مرکز یا پایتخت یی اسراییل دی هغوی د دی وخت د شرایطو له مخی د عامه ذهینت د مغشوشولو د پاره جاهل ترمپ ته دغه ډول قومانده ورکوی د همدی امله یی د دی وخت د شرایطو له مخی… نور لوستل »