هند لوبډلې د استرالیا تاریخي ریکارډ مات کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۸ل): د هند کرېکټ لوبډلې په ټيسټ سیالیو کې په خپل کور کې د پرلپسې زیاتو سیریزونو ګټلو د استرالیا لوبډلې ریکارډ مات کړ.

دغه ریکارډ هند لوبډلې سویلي افریقا لوبډلې ته د درې ټیسټ سیالیو سیریز پرمهال په دویمه ټيسټ لوبه کې په ماتې ورکولو په خپل نوم کړ.

د ویرات کوهلي په مشرۍ د هند کرېکټ لوبډله یو داسې لوبډله جوړه شوې ده چې په خپله خاوره ماتول یې ناشونې بریښي، دوی اوسمهال سویلي افریقا لوبډلې ته په پرلپسې دوه لوبو کې ماتې ورکړه.

هند لوبډلې په لومړۍ ټيسټ لوبه کې د سویلي افریقا پر وړاندې  د ۲۰۳ منډو په ستر توپير بریا خپله کړه، دغه ډول په دویمه ټيسټ لوبه کې يې د یوې پاڼۍ او ۱۳۷ منډو په تاریخي توپير ماتې ورکړه او سیریز یې په خپل نوم کړ.

په دې بریاو سره هند د ټيسټ کرېکټ په تاریخ کې لومړۍ لوبډله شوه چې په خپله خاوره پرلپسې ۱۱ لوبلړۍ ګټي، له دې وړاندې دغه ریکارډ د استرالیا لوبډلې په نوم و چې دوه واره یې په خپله خاوره پرلپسې په لسو لوبلړیو کې بریا خپله کړې وه.

استرالیا لوبډلې له ۱۹۹۴م څخه تر ۲۰۰۱م کال پورې په خپل کور کې په لس لوبلړیو کې بریا خپله کړې وه، دغه ډول له ۲۰۰۴م څخه تر ۲۰۰۸م کال پورې یې هم په پرلپسې ډول په لس سیریزونو کې بریاوې خپلې کړې وې.

د هند لوبډلې مشر ویرات کوهلي هم د یادو سیالیو پرمهال یو شمېر ریکارډونه په خپل نوم کړل، نوموړي په ټيسټ لوبو کې ۷۰۰۰ منډې بشپړې کړې او همدا ډول یې په ټولو نړیوالو لوبو کې ۲۱۰۰۰ منډې جوړې کړې.

ددې سربېره ویرات کوهلي د هند لوبډلې تر ټولو غوره ټيسټ لوبډلمشر شو چې په ۵۰ سیالیو کې یې ۳۰ بریاوې خپلې کړې دي، له دې وړاندې مهندرا سینګ دهوني همدومره سیالیو کې ۲۶ بریاوې خپلې کړې وې.

سربېره پر دې په دویمه ټيسټ لوبه کې کوهلي په خپل کریئر کې د ۷م ځل لپاره غبرګې سلیزې ووهلې، په دې سره نوموړی لومړی هندی لوبغاړی شو، له دې وړاندې دغه ریکارډ چې ۶-۶ واره و د سچن ټنډولکر او وریندر سیواګ په نوم و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د