جاوید احمدي د شپږیزه لیګ په روانو سیالیو کې لومړۍ سلیزه ووهله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۸ل): د بند امیر ښاماران لوبډلې تکړه اوپنر لوبغاړي جاوید احمدي د ۲۰۱۹م کال شپږیزې سیالیو لومړۍ سلیزه په خپل نوم کړه.

جاوید احمدي چې د راشد خان په لوبډله کې د اوپنر لوبغاړي په حیث توپوهنه کوي د بوست ساتونکي لوبډلې پر وړاندې یې یوازې په ۶۳ توپونو ۱۱۷ منډې جوړې کړې، په دې کې ۸ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې هم شاملې وې.

د نوموړي په مرسته د بند امیر ښاماران لوبډلې په څلورو سیالیو کې خپله دویمه بریا خپله کړه، جاوید احمدي د یادې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

جاوید احمدي د شپږیزې سیالیو تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو، دغه راز له کامرون ډیلپورټ وروسته د یادو سیالیو دویم لوبغاړی شو چې سلیزه وهي.

د راشد خان لوبډلې په یاده لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۳ منډې جوړې کړې، په ځواب کې د بوست ساتونکي لوبډلې په ۱۳م اور کې د ۸۴ منډو په جوړولو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

دغه ډول نجات مسعود د شپږیزې روانو سیالیو لومړی لوبغاړی شو چې په یوه لوبه کې ۵ لوبغاړي وسوځوي، نوموړي په دې لوبه کې په خپلو ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي يې وسوځول.

د ۲۰۱۹م کال شپږیزو سیالیو تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی ځوان ابراهیم ځدران دی چې په ۵ لوبو کې یې په ۷۱.۷۵ اوسط سره ۲۸۷ منډې جوړې کړي، نوموړي درې نیمه سلیزې وهلي او په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۹۶ دي. ورپسې په ۲۶۸ منډو سره نور علي ځدران او په دریم نمبر جاوید احمدي دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د