له خرڅلاو درې اوونۍ وروسته په نوي ایفون مبایل کې ستونزې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۸ل): د ایپل مشهورې کمپنۍ څو موده وړاندې خپل نوي درې ځیرک مبایلونه چې په بیه کې مناسب او نایابه ځانګړتیاوې هم لري د خرڅلاو لپاره وړاندې کړل.

دغو مبایلونو (ایفون ۱۱، ایفون ۱۱ پرو او ایفون ۱۱ پرو مکس) نومیږي چې د نړۍ په بېلابېلاو هېوادونو کې مینوالو په ډیره چټکۍ سره وپېرل او د ایپل شرکت یې اضافي تولید ته اړ کړ.

لکه څرنګه چې د ایفون مبایلونو وړاندې کولو درې اوونۍ کیږي، د پیریدونکو یا کاروونکو لخوا پر ټولنیزو رسنیو شکایتونه شوي چې په یادو مبایلونو کې له ځینو ستونزو سره مخ دي.

یوه کاروونکي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ایفون ځانګړتیاو وړاندې کولو پرمهال د ایپل شرکت ادعا وکړه چې دغه مبالونه تر ټولو غوه او پیاوړې ډیسپلی لري، خو په اصل کې دغه خبره حقیقت نه لري ځکه چې په جیب کې کیښودلو سره ددغه مبایل ډیسپلی خرابیږي.

له دې پرته پر ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لخوا دغه شکایتونه هم شوي چې د ایفون ۱۱ مبایل په هارډویر کې ستونزې لري.

ځینې کاروونکو شکایت کړی و چې ددغه مبایل ډیسپلی په جیب کې کیښودلو سره سکریچ یا خار کیږي، دوی ددغې ستونزې ښودلو لپاره پر ټویټر پاڼه ویدیو هم خپره کړې ده.

یوه بل کاروونکي لیکلي چې زما د نوي ایفون مبایل حالت په یوه اوونۍ کې دې حالت ته رسیدلی چې د ایفون ۷ مبایل له ۳ کالو استعمال وروسته شوی و.

دا لومړی وار نه دی چې د ایفون نوي مبایلونو له وړاندې کولو وروسته کاروونکو ته ستونزې پېښیږي، بلکه له دې وړاندې د ایفون ایکس ایس، ایکس ایس میکس او ایکس آر له یوې اوونۍ استعمال وروسته هم کاروونکو د ایپل مرکزي شرکت سره یو شمېر شکایتونه ثبت کړي وو.

د یادونې وړ ده چې د ستمبر میاشتې په وروستیو کې د ایپل شرکت درې نوي په زړه پورې مبایلونه د خرڅلاو لپاره وړاندې کړل چې له درې اوونۍ استعمال وروسته یې د زیات پلور ادعا کړې وه او ددې لپاره یې د اضافي تولید خبر ورکړی و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د