زمان مزمل: اشرف غني د سولې په وړاندې خنډ دی/ويډیویي مرکه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۸ل): لیکوال، شناند او د سیاسي چارو کارپوه «محمد زمان مزمل» وایي، اشرف غني د سولې په وړاندې خنډ دی او د خپل واک دوام د بل هر څه په پرتله ورته مهم دی.

مزمل له «نن ټکی اسیا» سره په خپله تازه مرکه کې وویل، چې له طالبانو سره د امریکا مذاکرات جدي وو او امریکا ټوله نړۍ ورسره په جریان کې اچولې وه؛ خو له مذاکراتو سره همهماله په کابل کې اشرف غني د سولې ضد دریځونه ونیول او متحده عرب اماراتو او نورو هیوادونو ته یې په همدې موخه سفرونه وکړل او په پایله کې یې د سولې په برخه کې د خنډ د ایجاد تر څنګ تش په نوم ټاکنې په جریان کې واچولې.

مزمل زیاته کړه « اشرف غني باید پوه شي، چې سوله د امریکا لپاره حیاتي مسله ده او په دې برخه کې د نوموړي مخالفت له قوي منطق نه برخورد دار نه دی، که چېرې امریکا سوله غواړي، دی یې په وړاندې درېدای نه شي  ځکه دده حکومت داسې نه دی چې د ټولو ګوندونو له ملاتړ دې برخمن وي».

نوموړي ټاکنې د خلګو د ګډون له پلوه پيکه یادې کړې او په خبره یې، اشرف غني د ټاکنو په مټ ځانته یو قوي مؤقف نشي موندلای؛ خو غواړي دوهمه دوره حکومت وکړي او دلته خپل اهداف عملي کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
A saeed
میلمه
A saeed

ماشاالله
الله ج
دي شه درسره وكري

مجاهد
میلمه
مجاهد

مزمل استاذ خو یو سیاست پوه او مجاهد شخصیت دی مګر د احمدشاه احمدزی سره کوم چه غلام غنی د پاره یی کمپاین کولو سره ملګرتیا یی موثریت لږ څه د پوښتنی لاندی راوست ځینی وایی چه د ګلبدین سره یی د یوځای والی هڅه لرله دا هم د هغه مزمل صاحب چه زه یی پیژنم موثریت کمولی شی .

مګر دغه مرکه یی زما هم ډیره خوښه شوه الله ج دی اجرونه ورکړی یعنی د مزمل په شان عالم شخصیت د پاره دغه ډول څیړنی او ارزونی د حیرانتیا وړ نه دی مننه