ارګ: د انس حقاني د خلاصولو نیت نه لرو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت وایي، تر دې دمه یې د انس حقاني په ګډون د هیڅ  بندي د خلاصون اراده نه کړې.

اریانا نیوز د ګډ حکومت د مشر د ویاند «صدیق صدیقي» له قوله لیکلي « په اوسني وخت کې د هيڅ زنداني د خلاصولو اراده نه لرو، د بندیانو د خلاصون په برخه کې زموږ په سیاست کې کوم تغیر نه دی راغلی او تر دې دمه د افغانستان حکومت د انس حقاني د ازادېدلو په برخه کې هیڅ تصمیم نه دی نیولی».

ګډ حکومت وروسته له هغه د انس حقانی د خلاصون ادعاوې ردوي، چې تېره ورځ یوې امریکايي رسنۍ راپور ورکړ، چې امریکا د افغان سولې د مذاکراتو د بیا ځلې پیل په برخه کې هڅې کوي او د اعتماد جوړونې په موخه په اسلام اباد کې زلمی خلیلزاد او طالب استازي د دوو بهرنیو بندیانو په بدل کې د انس حقاني په خلاصون سلا شوي.

د حزب اسلامي غړی «همایون جریر» وایي، طالبان او خلیلزاد د انس حقاني او حافظ رشید د خلاصولو په بدل کې د دوو امریکایي پروفیسورانو د تبادلې په تړاو توافق ته رسېدلي.

یاده دې وي، چې د رسنیو د راپورونو له مخې، څه موده وړاندې هم درې هندي انجینران د طالب قوماندانانو په بدل کې خلاص شوي وو، د ګډ حکومت د مشرانو جرګې هماغه مهال د حکومت له مشورې پرته د طالب زندانیانو خلاصول د ملي حاکمیت نقض بللی وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د ملي حاکمیت نقض بللی???????????????????????????????????

ملی حاکمیت ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

تقض بلل !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!۱
۱۱۱۱۱۱۱۱۱

هغه هیواد چه د یوه په ځای ۵۰ هیوادو اشغال کړی وی هغوی اوس هم د ملی حاکمیت نوم او نقض یادول یادوی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟