ناټو: د مذاکراتو له بیا ځلې پيل کېدو هرکلی کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۸ل): د ناټو سازمان وایي، که چېرې د طالبانو او امریکا تر منځ د افغانستان د سولې په تړاو درېدلي مذاکرات بیا ځلې پیل شي، دوی به یې هرکلی وکړي.

د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» چې په لندن کې یې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « موږ د مذاکراتو له بیا ځلې پيل کېدو هر کلی کوو؛ خو طالبان باید د مذاکراتو په مېز باندې د یوې ښې معاملې ترسره کېدلو ته خپله ژمنتیا وښيي، په اوسني وخت کې هغه څه چې موږ یې وینو، دادي، چې طالبان د تشدد د پای ته رسولو په ځای تشدد پراخولو ته لمن وهي».

د ینس په خبره، د طالبانو دا ګام ښيي، چې د مذاکراتو په مېز باندې باید د سولې د راتلونکې په تړاو له طالبانو قوي ضمانتونه واخستل شي.

ناټو داسې مهال د مذاکراتو  له بیا پيل هرکلی کوي، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا د مذاکراتو له درېدلو وروسته په اسلام اباد کې د طالب استازو او امریکايي ډيپلوماټانو ناستې او د افغانستان د جګړې په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ددرېدلو مذاکراتو بیا پیل ته هیلې راټوکولې.

د امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس، امریکا هڅه کوي، د سولې درېدلي مذاکرات بیا ځلې پیل کړي او د امریکايي مرکچي پلاوي مشر «زلمي خلیلزاد» په همدې تړاو له نړیوالو ډيپلوماټانو سره ناستې کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د