د امریکا سفیر: د بایومټریک رایو د شمېرلو په تړاو د ټاکنو کمېسیون د پریکړې هرکلی کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امریکا سفیر «جان باس» وایي، دا چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو له منځه یوازې د بایومټریک شویو رایو د شمېرلو پرېکړه کړې، موږ یې هرکلی کوو.

جان بس په کابل کې د ټاکنو له کمېسیون څخه د لیدنې په مهال وویل « په ټاکنو پروسه کې تر ټولو مهمه داده، چې شفافیت وساتل شي، ټاکنو کمېسیون دې د امریکا د ملاتړ په ډاډ په خپلواک ډول خپل کار ته دوام ورکړي».

باس زیاته کړه « امریکا د ټاکنو کمېسیون له پرېکړو بشپړ ملاتړ کوي او صحیح اهدافو ته د رسېدلو په برخه کې له ټاکنو کمېسیون سره درېږي.»

د باس په خبره، د افغانستان خلګو ته باید د ټاکنو د پروسې هر څه واضح وي او هغوی باید وپوهېږي چې د ټاکنو په ورځ کوم ټاکنیز مرکزونه فعال او کوم تړلي پاتې وو.

یاده دې وي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې، چې یوازې به بایومټریک شویو رایو ته اعتبار ورکوي او غیر بایومټریک شوې رایې به باطلې اعلانوي.

د ټاکنو کمېسیون ددې پرېکړې په غبرګون کې د «دولت جوړوونکي ټيم» ځینو ملاتړو توند غبرګون ښودلی او د مشرانو جرګې مشر بیا ګواښ کړی وو، چې د زور له لارې به په ټاکنو کمېسیون غیر بایومټریک رایې ومني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د