نړۍ

د کوږک په غره کې د موټر اوښتني له کبله ۱۴ کسه مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي

chaman_543نن ټکی آسیا: نن د کویتي او چمن پر لویه لاره د کوږک غره په سیمه کې یو منۍ بس د سړک څخه اوښتی او د شیلي کندي ته لویدلی، چي له کبله يې لږ تر لږه ۱۴ کسه مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

د پولیسو یو تن چارواکي نصیب الله خان رسینو ته ویلي چي بس د چمن څخه کویټي ته روان وو.

نومړي وویل چي موټر چلونکي پر خپل موټر کنټرول له لاسه ورکړ، بس ۲۰۰ فوټه لاندي کندي ته ځیني شوه سو.

دغه چارواکي زیاته کړه چي تر اوسه ۱۴ مړي له کندي را کښل سوي، او ۱۰ زخمیان چي روغتونونو ته رسول سوي دي.

باید وویل سي چي پر دغه لار اکثره هغه افغاني مسافر سفر کوي، څوک چي د افغانستان څخه د تداوي لپاره یا کویټي ته راځي، او یا بیرته خپل هیواد ته ستنیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x