
د نړیوال جام جنجالي پایلوبه؛ آی سي سي د «سوپر اور» اصول بدل کړل
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوالې شورا پریکړه کړې چې د سوپر اور پخواني اصول چې د زیاتو څلوریزو پر بنسټ به ګټونکی اعلانېده بدل کړ.
د روان ۲۰۱۹م کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام د یوه داسې اصولو له لارې انګلستان لوبډلې وګاټه چې تر ننه یې په اړه د کرېکټ پوهان تبصرې کوي.
د نړیوال جام په پایلوبه کې د انګلستان او نیوزیلند لوبډلو ترمنځ سیالۍ مساوي شوه چې وروسته سوپر اور ترسره شو، ددوی ترمنځ سوپر اور هم مساوي پای ته ورسېد چې د کرېکټ نړیوالې شورا د اصولو له مخې انګلستان لوبډله ګټونکې اعلان شوه. ځکه چې دوی په لوبه د نیوزیلند په پرتله زیاتې څلوریزې وهلې وې.
The moment the World Cup was won 🙌🏼#WeAreEngland | #CWC19 | #CWC19Final pic.twitter.com/Vt8onfi9hU
— ICC (@ICC) July 14, 2019
د آی سي سي د پخواني اصولو له مخې د لوبې مساوي کېدو پرمهال دوه واره سوپر اورونه نه ترسره کیږي، بلکې دغه مهال د زیاتو څلوریزو وهلو په پار لوبډله ګټونکې اعلانیږي، خو اوس بالاخره دغه اصول لغوه اعلان شول.
اوس د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) په عربي اماراتو کې د یوې ناستې پرمهال پریکړه کړې چې دغه اصول له منځه یوسي، دوی داسې نوي اصول وټاکل چې په مرسته به یې ګټونکې لوبډله هرو مرو د سوپر اور له مخې اعلانیږي، یعنې تر هغې به سوپر اورونه کیږي تر کومې چې په زیاتو منډو لوبه ونه ګټل شي.
JUST IN: The World Cup final has led to a significant change in Super Over regulations
Full story to follow… pic.twitter.com/e9QUwEDShY
— ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) October 14, 2019
د انګلستان او نیوزیلند ترمنځ لوبه د کرېکټ په تاریخ کې یوازینۍ لوبه وه چې هم بشپړ لوبه مساوي شي او هم سوپر اور مساوي شو، دغه راز د نړیوال جام پایلوبه کې د آي سي سي پخواني اصول هم په لومړي وار عملي شول.
بل لورې د کرېکټ نړیوالې شوار پریکړه وکړه چې د زمبابوې لوبډلې ته یو وار بیا د آی سي سي غړیتوب ورکړي، دوی څو میاشتې وړاندې پر زمبابوې کرېکټ مالي مرستې بندې کړې وې او ددوی غړیتوب یې ځنډولی و.
Following the conclusion of the ICC Board meetings today, Zimbabwe and Nepal have been readmitted as ICC Members. pic.twitter.com/t9KIlEhQE7
— ICC (@ICC) October 14, 2019