
غزل؛ حفيظ الدين پيرزاده
حفيظ الدين پيرزاده
دوستانو!
دا شعر د گډو ځواکونو د وروستیو ړندو بمباریو او عام وژنې څخه د انزجار او کرکې په حالت کې د عطائي شاعر عطائي ملا صیب د یوې غزل په پیرو کې لیکل شوی، ھیله دہ خوښ مو شي!
څه توجیه به را پیدا کړئ!؟
د ولس دې بمبارۍ ته
خپلې ټولې نامردۍ ته
او زموږہ بې کسۍ ته
ماشومان یې شھیدان شول
لا یې مور خبرہ نه دہ
ھغې خپله پناہ وړې
له زخمونو بې ھوشۍ ته
پارلمان مو گاوخانه شوہ
غوجل خیل پکې مشران دي
د شرمونو سترگک وینئ؟!
چې وھي یې بې شرمۍ ته
ارگ کې جوړہ فحاشي دہ
د انگریز انتقام گورہ!
ھر پیغور د ناسور ټپ دی
ورکوي یې ملالۍ ته
خیاطانو را پنډ کړی
دا ولس لکه رمه دہ
اندازې د غاړو اخلي
د جلاد د دار رسۍ ته
ای عیسی بس دې را کوز شه
موږہ ھم آسمان ته بوځه
دا کافر مو پریږدي کله؟
په دې ځمکه زندگۍ ته
ھیڅ اثر ورباندې نه کړي
غږ دې کیناسته حفیظه!
د ډمانو په نظام کې
چیغي مه وھه لولۍ ته
_______________
حفیظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر ۱۲/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن