میـنـه!/ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک

مینه د تخلیـق د ښـکلاګانـو سـرچینـه مینه
مینه فلسـفـه ده ، فلسـفـه ده ، فلسفـه مینه

مینه هلته مینه شوه،چې وتې له مکان مینه
مینه دامکان چې لامکان کې شوه دیره مینه

مینه غواړې وینـه،مینه نه ده، د شېدو مینه
مینه د مجنون ده ښه ریښتنې او پخه مینه

مینه یـو سمبـول د سـرښنــدنې،د ایثار مینه
مینه خو سرلیک دی،د ښکلاوو ،پېلامه مینه

مینه چې پتنګ کـړلـه را خپـله د لمبـو مینه
مینه خو رڼا د ژونـدن ، ده لـکه ډیــوه مینه

مینه د کوکۍ، د تـورو زلفـو که د خال مینه
مینه د سرو شونډو،مونږ ګڼلې سرچپه مینه

مینه وایې څـه تـه؟ د ثاقبــه ! تل هغـه مینه
مینه چې ترې تاو د ریاضت کړي دایره مینه

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د