غزل؛ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

ياد دي ناڅاپه راشي زما د زړۀ لمنه نيسي
مېلمنې اوښکي مي ځای سترګو کي دننه نيسي

وخت به راځي دا ماشومان به ګلالي زلمي وي
له ګرېوانه به دې د دې خاوري دښمنه نيسي

د بيا راتلو وعده دي کړې وه، خو ورک شوې پسې
سړی تر ډېره حافظه کې خپله ژمنه نيسي

چې پښتنې پيغلي خيرات په لوپټه کې غواړي
د دوی په حق به دي غني بادار شتمنه! نيسي

د جهالت په تبر مه وهئ ريښې د پوهي
تاسو به ګورئ! ګلابونه به دا ونه نيسي

طالب لالی به مې نېزه په لاس درشل ته درځي
او له مرۍ به دي کافره! واشنټنه نيسي

پر شفاعت خو دومره ګران يې چې په يو ځل کتو
درته په شونډو کې ځولۍ ځولۍ مننه نيسي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د