ډيپلوماټ مجله: افغانستان کې ديموکراسي په مړه کېدو ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۸ل): د امريکا ډيپلوماټ مجلې د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون او د پايلو د ځنډ په اړه ليکلي، چې افغانستان کې ديموکراسي د مرګ له جدي ګواښ سره مخ ده او د خپل ژوند وروستۍ شېبې شماري.

د مقالې ليکوال جمعه خان رهيب د ميزان مياشت په شپږمه د ولسمشريزو ټاکنو يادونه کړې، چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې په دغو ټاکنو کې د تېرو کلونو په پرتله د خلکو ګډون بې ساري کمرنګه و.

ليکوال زياتوي، د دومره لږ خلکو ګډون به د راتلونکي حکومت او ولسمشر مشروعيت وساتلی شي؟

د ليکوال په وينا افغانان د ديموکراسۍ اتلس کلنې تجربې په اړه د بيا کتنې فکر ته اړتيا لري.

مقاله زياتوي، په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون اټکلي نه و، بلکې تر شا نور عوامل لري، چې تر ټولو مهم يې د ۲۰۱۴ کال لانجمنې ولسمشريزې ټاکنې وې او خلک يې له پايلو ناخوښه وو.

ليکوال د ګډ حکومت تېرو پنځو کلونو ته کتنه کړې او وايي، چې د ګډ حکومت په پنځه کلنه دوره کې ناامني، فساد او بې وزلي زياته شوې او په مقابل کې يې د قانون حاکميت کمزوری شوی او حکومت غیر ديموکراتيکو فعاليتونو ته مخه  کړې ده.

ليکوال وايي، د پورته يادو شوو او ورته نورو دلائلو له مخې په افغانستان کې نوې ټوکېدلې ديموکراسي د خپل ژوند وروستۍ شېبې شماري او مړينې ته نږدې شوې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د