رونالدو فوټبال کې «۷۰۰» ګولونه بشپړ کړل

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۸ل): د پرتګال لوبډلې نوموتي لوبغاړي کريستيانو رونالدو د خپل فوټبال په تاريخ کې ټول «۷۰۰» ګولونه بشپړ کړل.

د اوکراين پر وړاندې د اروپا جام غوراوي سياليو په لړ کې رونالډو د لوبډلې په ګټه د خپل کيريئر ۷۰۰م ګول هم وواهه، نوموړي په فوټبال کې ټولې ۹۷۴ سيالۍ ترسره کړي دي.

رونالډو له خپل هېواد پرته په کلبي لوبډلو کې هم سلګونه لوبې ترسره کړي، نوموړی د انګلستان کلبي لوبډلې مانچسټر يونيټډ، د اسپانيا مشهورې لوبډلې ريال مدريد او اوسمهال د ايټالوي لوبډلې یوونتوس پر وړاندې لوبيږي.

نوموړي په خپل تاريخ کې ۴۵۰ ګولونه د ريال مدريد لوبډلې په ګټه، ۱۱۸ ګولونه د مانچسټر يونيټډ په ګټه، ۹۵ ګولونه د خپل هېواد پرتګال په ګټه، د یوونتوس لوبډلې لپاره ۳۲ او د پرتګالي سپورتينګ کلب لپاره يې ۵ ګولونه وهلې دي.

کريستيانو رونالدو شپږم نړيوال لوبغاړی شو چې د کلب او هېواد لپاره ۷۰۰ ګولونه وهي.

۳۴ کلن رونالدو د نړۍ يو له نوموتو لوبغاړو څخه دی، د نوموړي په مرسته يې لوبډلې د تېر اروپا جام اتلولي خپله کړې وه، دغه ډول يې د ۲۰۱۹م کال هالند ته په ماتې ورکولو د اروپا نيشنل جام هم ګټلی و.

د اوکراين لوبډلې پر وړاندې رونالدو په ۷۰مه دقيقه کې په پينالتي شاټ وهلو ۷۰۰ ګولونه بشپړ کړل، خو لوبډلې يې په ۲-۱ په دغه لوبه کې ماتې وخوړه.

د يادونې وړ ده چې ددې هر څه سربېره رونالدو له ليونل ميسي وروسته د نړۍ دويم لوبغاړی دی چې د فيفا کلنۍ نړيواله جايزه يا د سرو زرو توپ يې پنځه واره ګټلی دی.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د