هند کې نارینه ناروغ ته ډاکټر د خیټې درد پرمهال د امیندوارۍ معاینې سپارښتنه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۸ل): د هند په جارکند ایالت کې یوه ډاکټر نارینه ناروغانو ته د خیټې درد له شکایت وروسته د امیندوارۍ د معاینې ترسره کولو سپارښتنه کړې ده.

د ګلف نیوز راپور له مخې د هند په جارکند ایالت چاترا ولسوالۍ کې د ډاکټر لخوا دوه ناروغانو ته هغه مهال د امیندوارۍ معاینې ترسره کولو سپارښتنه وشوه چې دوی د خیټې درد شکایت درلود.

په حکومتي روغتون کې پر دندې موجود ډاکټر مکیش کمار د خیټې درد تشخیصولو پرمهال ناروغانو ته د بېلا بېلو معاینو سپارښتنه وکړه، کله چې د لابراتوار مسوول ددوی نسخه وکتله حیران پاتې شو.

د لابراتوار مسوول ناروغانو ته یادونه وکړه چې د نورو معاینو سربېره دوی ته د ایچ آی وي ايډز او د امیندوارۍ معاینه کول هم لیکلي، او دغه معاینه یوازې ښځو پورې اړه لري.

له دې پېښې وروسته د ناروغانو کورنۍ د روغتون مدیریت ته شکایت وکړ چې هغوی د پېښې څيړنو لپاره کمیټې جوړه کړه.

بلخوا ډاکټر مکیش کمار دا تورونه ردوي او وایي چې دا دده د بدنامولو یوه دسیسه ده، په نسخه کې یاده معاینه دده لخوا نه ده لیکل شوې بلکې نسخه وروسته بدله شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د هند په بېلا بېلو ایالتونو کې دغه ډول او دې ته ورته پېښې زیاتې کیږي، له دې وړاندې له یوه ډاکټر څخه د ناروغ په خیټه کې قینچي پاتې شوې وه چې له څو کلونو وروسته د عملیاتو له لارې راوویستل شوه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د