حزب اسلامي پر نظر محمد مطمئن وسله وال برید غندلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۸ل): د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامۍ د يوې اعلاميې په خپرولو په هېواد کې روانو ناامنيو او جنايتونو په زياتېدو اندېښنه ښودلې او وايي، چې د هرې ورځ په تېرېدو په هېواد کې وسله‌ والو غلاوو، اختطافونو، هدفي وژنو او د حکومت له لوري ړندو عملياتو د خلکو ژوند تريخ کړی دی، چې له امله يې د حکومت او ولس ترمنځ واټن نور هم پر زياتېدو دی.

د حزب اسلامي په اعلاميه کې راغلي، داسې ښکاري، چې څلويښت کاله پخوانی حالت بيا تکرارېدونکی دی، له همدې امله د هېواد مطرح سياسي، علمي او ديني شخصيتونه وژل کيږي او د ترور هڅه يې کيږي او تر ټولو څرګند مثال يې د چارو کارپوه نظر محمد د ترور هڅه ده.

حزب اسلامي وايي، په هېواد کې د مطرحو شخصيتونو وژل او د ترور هڅې يې په سختو ټکو غندي او له حکومته يې غوښتي، چې د خلکو د ځان، مال او ناموس ساتنې په اړه خپل مسؤوليت ادا کړي، تر څو د حکومت او ولس ترمنځ پيدا واټن او بې باوري له منځه ولاړه شي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرې اوږدې مودې راهيسې د پلازمېنې کابل په شمول د هېواد په ګڼو سيمو کې ناامني، وژنې، غلاوې او اختطافونه بې ساري زيات شوي، خو حکومت يې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

د امنيتي چارو ډېری کارپوهان په دې باور دي، چې په ډېرو امنيتي پېښو او ترورونو کې د حکومتي چارواکو او ادارو لاس دی او له همدې امله ستونزې ورځ تر بې په زياتېدو دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

مطمن رشتونی او سیاست بوهه تحلیلګر او مجاهد دی ، د دوهم اشغال له شروع یی د ګلبدین اصلی قوازه هیوادوالو ته په پرله پسی لیکنو کی وړاندی کړه چه ګلبدین د جهاد په ځای د طالب مجاهدینو په ضد جنګیږی ځکه یی رشتونی طالبان د امارت له مجاهدینو سره یوځای او د ګلبدین په ضد ودریدل. دی کار ګلبدین او اشغلګر د مطمن په ضد وهڅول چه له امله یی دوه ځلی بندی او دا ځل ورباندی د مرګ خونړی برید وشو مګر الله ج وژغورلو. کله چه وسلوال د مظمن تر څنګ ملایکی ولیدلی دومره وارخطا شو چه… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
مجاهد ته.
حزب اسلامی ګلبدین،طالیبان،دولت،امریکا په قتل کولو کی یی څلورسره یو شی دی،
نوره عقیدی د هر چا خپلی دی

اجمل
میلمه
اجمل

مجاهد ته: دا ملایکی ولی ملا منصور او ملا عمر حفظ نکړ چی د کابل تر ولکی لاندی مطمین صیب ته موظفی شوی او هغه ژغوري. مطمین څخه مو څه جوړ کړی د عصر زمان ولی او قریش. ٫#######

جلال
میلمه
جلال

اوس د گلبدين خان قصه كه پريدو شه به وى ان شآءالله. زكه اوس الحمدلله حكمتيار طالبانو كرامو سره په يوه شه رابطه كى بريخى. مطمئن صاحب اوس خو د انجنير حكمتيار نه د خوشى اظهار كريدى دي. سليم عقل او اسلامى هدايات مونژ ته امر كوى چى د دى جنايت اصلى عاملين پسى بايد ونيسو، نه چى د مسلمانانو تر مينز د بدبينى و بى احترامى فضاء بيرته رامينزته كرو، حال دا چى كفار او د هغوى دين ستيز او بى ناموس گوداگيان، نه اسلام غوارى او مسلمان، كه هغه حكمتيار وى يا طالب.
سلام عليكم

مؤمن
میلمه
مؤمن

لعنت الله علی المنافقین

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

ګلبدین چی د قتل او ترور متخصیص دی، دی چی هر څومره خپله ناولی چهره پټه وساتی، مګر خلک یی پیژنی. هغه د شاعر خبره چی وایی: ما از طرز خرامانت میشناسم.