ای وروره او ای زویه! له ښځو سره د موسی او یوسف علیهم السلام په څیر چلند وکړه

ژباړه: عاکف مهاجر

د ماشومانو یوې تربیه کوونکې ښځې د سروزرو په اوبو یوه وړوکې مقاله د محترم خاونده، محترم وروره او محترم ځویه تر سرلیک لاندې ولیکله او لومړۍ کرښه کې یې ولیکل کله هم چې له کوره وځې فکر کوه ته به له دوه ډوله ښځو سره مخ شې چې باید خپل عفت وساتئ.

لومړی ډله هغه ښځې دي چې د عزیز مصد د ښځې په مرض مبتلا وي ځان به یې ښایسته کړی وي عطر به یې ویلي وي زلفې به یې ګومنځ کړې وي او د حال په ژبه به درته وایي چې راوړاندې شه.

‏دوهمه ډله هغه ښځې دي چې ځان به یې ښه پوښلی وي مګر د مجبوري له وجې به یې یو څو لوښي راخیستي وي او د حال په ژبه به درته خبره کوي حتی یصدر الرعاء و ابونا شیخ کبیر.
نو ته ورسره د موسی علیه السلام په څیر چلند وکړه

اې خاونده، اې زویه او اې وروره ته له دغې لومړی ډلې سره هغه چلند وکړه چې یوسف علیه السلام وکړ سترګې کښته کړه او ورته و وایه په الله پناه غواړم.

همدا راز دوهمې ډلې سره هغه چلند وکړه لکه موسی علیه السلام چې د شعیب علیه السلام له لورګانو سره وکړ.
په ادب سره ور وړاندې شه، حاجت یې پوره کړه او بیا ترې همداسې وروسته راشه.

‌‏وګوره اې خاونده، اې زویه او اې وروره د یوسف علیه السلام پاک دامني د دې سبب شوه چې عزیز مصر جوړ شو او د موسا علیه السلام شهامت د دې سبب شو چې الله جل جلاله ورته صالحه ښځه او کور ورکړل.

‌‏یا الله مونږ ته ستر او پاکدامني رانصیب کړې.

‌‏د ښځې لباس د پلار د تربیې، د ورور د غیرت، د خاوند د نرتوب او د متابعت د مور ښه ښکارندوینه کوي.
له همدې امله بي بي مریمې ته ویل شوي.
اې د هارون خورې ستا پلار خو هم بدکاره نه وو، مور دې هم بد فعله نه وه.
پلار مور او ورور یې درې واړه ورته یاد شول.

همدا راز یوه جلکۍ وایي کله مو چې کومه ښخه په خراب لباس او بیکاره حالت کې ولیدله مور او بلار یې دریاد کړه بیا دغه قول د الله تعالی و وایه.
وقفوهم انهم مسئولون

دوی ودروئ همدوی نه به د هغه پوښتنه کیږي چې په دنیا کې یې کړي.

مطلب د دغې جلکۍ پوشته به یې هم له مور او پلار کیږي لکه پیغمبر علیه السلام چې وایي خبردار هر یو ستاسو شپونکی دی او هر یو د خپلې رمې یعني اهل او عیال د څارنې په باره کې مسئول دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد منصور
میلمه
محمد منصور

محمد منصور نن کار سبا ته مه پریږدی کوم کار چی کوی اول یی شروع بیا یی نتیجه وګوری بیا مشوره وکړی بیا خپل کار شروع کړی په دی فکر چی دا زما اول او اخر کار ځنډول د کار پریږدی د انسان غټه دوکه همدغه ده سبا او بل سبا به یی وکړم دا کار کی د انسان ۵۰ ۶۰ ۱۰۰ کاله عمر تیر شی پوه هم نشی چی ما سه وکړل او سه می باید کړی وای د خپل ژوند لپاره مقصد کیږدی د یو مقصد په لور قدم واخلی د هم نن نه عهد او عزم وکړی… نور لوستل »