پوتين په رياض کې، ايا سعودي له روسيې سره د اتحاد جوړولو په لټه کې دی؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۸ل): د سعودي او روسيې ترمنځ د ترينګلو اړيکې، پنځوس کاله پرېکون او له پوره يوې لسيزې وروسته د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين د سعودي پلازمېنې رياض ته په داسې حال کې تللی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو ميلياردو ډالرو په ارزښت دېرش سوداګريز او اقتصادي تړونونه لاسليک شوي دي.

دغه تړونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې راکړې ورکړې دوه چنده دي.

د «روسيې غښتلی سړی» ولسمشر ويلاديمير پوتين به په يو شمېر نورو مسائلو هم خبرې وکړي، چې تر ټولو مهم يې د نفطو قضيه ده، چې «توره طلا» هم بلل کيږي.

د سعودي او روسيې ترمنځ د نفطو ځانګړی تاريخ او اړيکې شته، چې د نړۍ د تېلو څلورمه برخه تېل صادروي. د تېرې پېړۍ د اتيايمې لسيزې په نيمايي کې د سعودي له لوري د تېلو بيو کې کموالی د پخواني شوروي اتحاد د ويجاړولو يو ستر لامل و.

نږدې څلور کاله وړاندې رياض له مسکو سره د نفطو بيو د کنټرول په اړه ډېر کار کړی، خو د روسيې ولسمشر وايي، داسې ښکاري، چې مشترکې ګټې به دواړه هېوادونو ترمنځ د تېرو خبرو د هېرولو لامل شي. سعودي هم د تېرې ورځې سعودي نه دی پاتې او نه هم مسکو شوروي اتحاد دی، بلکې دوه اړخيزو ګټو د اړيکو سوړوالی په دوستۍ بدل کړی دی.

ايا دا شونې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په هر ډګر کې ملګرتيا جوړه شي، چې تر ټولو اړين يې نظامي ډګر دی او دغه اړيکې که ناشونې نه وي، نو له ستونزو هم نه دي خالي.

د کارپوهانو په وينا د روسيې او سعودي ترمنځ نظامي او ورته نورې اړيکې ځکه له ګواښونو او ستونزو سره مخ کېدای شي، چې د امریکا په څېر ځواکونه به يې مخالفت کوي.

د روسيې ولسمشر په داسې حال کې رياض ته تللی، چې تېره مياشت سعودي کې د تېلو پر دوو سترو چاڼځايونو توغنديز بریدونه شوي وو، چې له امله يې د سعودي د تېلو صادراتو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی او د امریکا ولسمشر د دغو بریدونو د عاملينو پر ضد د ګام اخيستو په اړه ناغیړي د دې لامل شوه، چې د روسيې ولسمشر په څرګنده ژبه سعودي حکومت ته وړاندیز وکړ، چې هېواد يې د سعودي ولس د مرستې لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

د خليجي هېوادونو خپلمنځي کړکېچ له کومې پايلې پرته روان دی، له ایران سره شته تاوتريخوالی د مذاکراتو پر لور روان دی، په يمن کې د سعودي نظامي مداخله د دې لامل شو، چې جګړه بېرته سعودي ته وګرځي، دغه مهال روسيې ته د مداخلې فرصت په لاس ورغی او پوتين غواړي د خليج کشالې کې د منځګړي رول ادا کړي، خو ايا دا به د سعودي لپاره اسانه وي، چې په داسې يوه ترينګلي حالت کې روسيې ته مراجعه وکړي؟

د کارپوهانو په اند روسيې ته د مخې کولو لپاره د سعودي پر وړاندې ستر خنډونه پراته دي او له دې خنډونو تېرېدل به په ازغيو مزل وي.

د سعودي لپاره دا خبره ځکه ستونزمنه برېښي، چې د تېرو پنځو لسيزو راهيسې له روسيې ډېر لرې پاتې شوی، بلکې تر ډېر وخته يې اړيکې ترينګلې وې، بله دا چې د امریکا او سعودي ترمنځ سوداګريزې اړيکې د سعودي او روسيې د سوداګريزو اړيکو په پرتله اويا برابره زياتې دي.

ډېری څارونکي دا پوښتنه کوي، چې سعودي به د دې توان ولري، چې په لنډ وخت کې روسيې ته دومره ميلان وښيي او دا هم به ستونزمنه وي، چې روسيه به د سعودي لپاره د امریکا بديله شي، په داسې حال کې چې رياض او واشنګټن د يوه بل متحدين دي، د دواړو هېوادونو اړيکې ډېرې ژورې، پخوانی او بې ساري دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د