غزني کې د ماین چاودنې «۲» ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۸ل): د غزني ولایت په «ده یک» ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي.

د غزني ولایت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې نن سهار شاوخوا شپږ نیمي بجې د ده یک ولسوالۍ په «نیاز کلا» سیمه کې د ملکي خلګو د سورلۍ یو موټر په ماین ور برابر شوی او په پایله کې یې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي.

د غزني امنیتي چارواکي د پېښې پړه په طالبانو ور اچوي. طالبانو که څه هم تر دې دمه د پېښې په تړاو کوم رسمي نظر نه دی څرګند کړی؛ خو تر دې وړاندې یې د حکومت له لوري دوی ته منسوب کېدونکي ملکي تلفات د «دښمن» د تبلیغاتو برخه بللې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د