بادغیس؛ بالامرغاب کې طالبانو نیولي عسکر

ارزګان کې ۸۰ سرتېري د طالبانو تر محاصرې لاندې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۸ل): د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو ددې ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې ۸۰ تنه دولتي عسکر محاصره کړي.

د ارزګان والي «محمد شفیق اسدالله سعید» وايي «لس ورځې وړاندې طالبانو په ګیزاب ولسوالۍ باندې له څلورو لورو سخت بریدونه وکړل او له تېرو پنځو ورځو راپدېخوا یې په دې ولسوالۍ کې اتیا تنه عسکر تر محاصرې لاندې ساتلي».

سعید زیاتوي «طالبان غواړي ارزګان ولایت د جګړې د رهبرۍ مرکز وټاکي او په همدې موخه څه موده وړاندې ددې ډلې جنګیالي ارزګان ته راغلي وو او نظامي تمرینونه یې کول، اوس هم همداسې اوازې ګرځي مګر دقیق معلومات نشته».

د سعید په خبره، دوی هڅه کوي محاصره سرتېري ژر تر ژره د طالبانو له منګولو خلاص کړي.

بل لور ته په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت استازې «ګلالۍ محمدي» بیا وايي، د پېښې په تړاو یې ټو امنیتي مسئولین خبر کړي؛ خو هغوی غفلت کوي او په دې برخه کې هيڅ ګام نه پورته کوي.

د ګلالۍپه خبره، که چېرې امنیتي مسئولین ګام پورته نکړي، ټول سرتېري به د جګړې قرباني شي او پړه به یې د امنیتي مسئولینو په غاړه وي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د