مزار شريف کې يوه پوځي هليکوپتر غورځېدلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۸ل): په بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو يوه هليکوپتر راغورځېدلې ده چې د پيلوټانو او عملې په ګډون په کې اووه تنه وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې ياده هليکوپتر د مزار شريف ښار ته د رسېدو په حال کې وه چې د حيرتان په دوه لارې کې راوغورځېده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسؤلين وايي چې دغه (MI-17) ډوله الوتکه نن د حيرتان په دوه لارې کې د ناستې پر مهال له ځمکې سره لګېدلې ده او تخريب شوې ده.

شاهين قول اردو تر اوسه پورې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو ځينې خبري رسنیو د دفاع وزارت د سرچينو له قوله ويلي دي چې په دغه پيښه کې د پيلوټانو او د هليکوپتر د عملې په ګډون اووه تنه لوړ پوړي نظامي چارواکي وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د