افغانستان

نبیل: دولت جوړوونکی ټیم د «غیر بایومټریک» رایو د شمېرلو هڅې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ملي امنیت پخوانی رییس او اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «رحمت الله نبیل» وايي، دولت جوړوونکی ټیم هڅه کوي د فشار له لارې غیر بایومټریک شوې رایې په ټاکنو کمېسیون وشمېري.

نبیل چې په کابل کې یې د نوماندانو شورا ناستې ته خبرې کولې، وویل « دولت ساز ټیم په ټاکنو کې د تقلب په موخه میلیونونه پیسې مصرف کړې او اوس د سترې محکمې له نامه څخه په استفادې غواړي، د غیربایومټریک شویو رایو پرېکړه سترې محکمې ته وروسپاري او په دې توګه د فشار له لارې تورې رایې سیسټم ته داخلې کړي».

د نبیل په خبره، د نوماندانو شورا ټینګار په دې دی، چې تقلب کوونکي ټيمونه او غړي یې لویې څارنوالۍ ته د ورپېژندل کېدلو تر څنګ باید له لست څخه حذف شي.

دولت جوړوونکی ټیم داسې مهال د غیربایومټریک رایو چې تر ډېره د تورو رایو په سترګه ورته کتل کېږي، د شمېرلو په هڅو تورنېږي، چې ټول ټاکنیز ټیمونه وایي، بې بایومټریک رایې دې نه شمېرل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close