کابل ښار کې د پوليسو په موټر چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندې د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند کوټه سنګي سيمه کې د پوليسو په يو رينجر موټر چاودنه شوې ده چې له امله يې څو تنه پوليس ټپيان شوي دي.

راپورونه وايي چې چاودنه د کوټه سنګي پول ته څېرمه د څرخي پله زندان اړوند د پوليسو په موټر شوې ده چې له امله يې څو تنو پوليس ټپيان شوي دي خو د تلفاتو کره شميره نه ده په ډاګه شوې.

د کابل د پوليسو وياند چاودنه تائيد کړې ده او ويلي دي چې سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده، خو د تلفاتو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

تر اوسه ددې چاودنې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د