«افغان رسنۍ» اپلیکېشن په لیکه شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۸ل): د وخت د ضیاع د مخنیوي او خبرونو ته د چټک لاسرسي په موخه نوی جوړ شوی اپلیکېشن په لیکه شو.
دغه کاریال چې پښتو نوم یې «افغان رسنۍ» او په انګلیسي کې په «Afghan Media» نومول شوی، د افغانستان ټولې مشهورې رسنۍ پکې راټولې شوې.

ددې اپلیکیشن مهم ځانګړنې په لاندي ډول دي:

۱- د پاڼو په کتلو سره د انټرنیټ مصرف ډیر کیږي، خو د دغه اپلیکیشن په واسطه په کم او کمزوري انټرنیټ ټوله خبرونه پر وخت تلیفون ته کښته کیږي.

۲- هغه خبرونه او مطالب چې د پاڼو څخه یو ځل اپلیکیشن ته کښته شول، هر وخت د کتلو وړ وي، که څه هم انټرنیټ قطع شي.

۳- ټولې مهمې رسنۍ او ویب پاڼې په یوه اپلیکیشن کې را ټولي شوي دي. د زیاتو اپلیکیشنونو او پاڼو کتلو پر ځای همدا یو اپلیکیشن کفایت کوي.

۴- که فرضا کومه یوه رسنۍ ستاسو په سیمه کې د حکومت یا مخابراتي شرکت لخوا فلټر شوې وي، په دغه اپلیکیشن یې ټول مطالب په اسانۍ او پر وخت درته رسیږي.

۵- د پژواک اژانس پرته د ټولو رسنیو خبرونه او مطالب په پوره توګه نشریږي.

۶- په ګوګل سټور کې يې شتون تلیفون ته کښته کول اسانه کوي.

۷- ګوګل سټور چې په دې وروستیو کې خصوصیت ساتلو لپاره یې مهم اقدامات لازمي کړي، په دغه اپلیکیشن کې ټول مراعت شوي او دغه اپلیکیشن په هرې معنی د ټولو تلیفونو او ټابلیټونو لپاره محفوظ دی.

له دې وروسته د افغان رسنۍ کاروونکي اړتیا نه لري، په سایټونو کې د خبرونو په لټون ځان ستړی کړی ، دوی ددې اپلیکېشن په ښکته کولو او نصب سره کولای شي، په افغان رسنۍ کاریال کې د ځای په ځای شویو رسنیو له لوري خپاره شوي مطالب په چټک ډول تر سترګو تېر کړي.

له پلې سټور څخه د افغان رسنۍ د ښکته کولو لپاره لاندې تړونۍ کلیک کړئ.

https://play.google.com/store/apps/details?id=com.afghan.media

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د