ويسټ انډيز د افغانستان پر وړاندې سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): د ويسټ انډيز کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان لوبډلې پر وړاندې د ټيسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزو سيريز لپاره بشپړ لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان او ويسټ انډيز لوبډلو ترمنځ د ى نومبر له ۵مې نیټې څخه د دیسمبر تر لومړۍ نېټې پورې درې یو ورځنۍ، درې شل اوریزې او یوه ټيسټ لوبه ترسره کوي.

ویسټ انډیز لوبډلې تېره اوونۍ د افغانستان لوبډلې پخوانی مشر روزونکی د خپلې لوبډلې مشر روزونکي په حیث پر دنده وګماره، د افغانستان پر وړاندې به د نوموړي مشري د ویسټ انډيز لپاره ډیره ګټوره وي.

د ویسټ انډيز لوبډلې څه موده وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر بدل کړ چې پرځای یې پخوانی لوبغاړی «کرن پولارډ» یو وار بیا لوبډلې ته راستون شو او لوبډلمشر هم وټاکل شو.

لکه څرنګه چې درې ورځې وړاندې د ویسټ انډیز لوبډلې کورنۍ سیالۍ پای ته ورسیدې، کرېکټ بورډ یې ځینې هغه لوبغاړي چې په دغه لیګ کې ښه وځلیدل د افغانستان پر وړاندې لوبډله کې شامل کړي دي.

بلخوا د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بشپړ لوبغاړي په کورني سیالیو «شپږیزه لیګ» کې پر سیالیو بوخت دي، چې له دې وړاندې به لوبغاړي هند ته د تمرین لپاره ځي او له هغې وروسته به د یادو سیالیو لپاره لوبډله اعلانوي.

د افغانستان لوبډلې مشر راشد خان وړمه ورځ ویلي وو چې د ویسټ انډيز پر وړاندې به هغه لوبغاړي هم لوبډله کې شامل کړي چې په شپږیزه لیګ کې ښه وځلیږي.

د ویسټ انډيز او افغانستان لوبډلو ترمنځ به لومړی درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کیږي، دغه سیالۍ به د نومبر په ۵مه، ۷مه او ۹مه نېټه ترسره کیږي، له دې وروسته به په ۱۳مه، ۱۶مه او ۱۸مه نېټه یو ورځنۍ او په ۲۷مه نېټه به ټیسټ سیالۍ پېل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د