افغانستان

ميدان وردګ: د ګډو ځواکونو چاپه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): د ولسي وګړو په کورونو د چاپو په دوام دا ځل بيا ګډو ځواکونو په ميدان وردګ ولايت کې د ملکي وګړو په کورونو چاپې اچولي چې په نتيجه کې يې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي.

راپورونه وايي چې تيره شپه د ميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ صدمردۍ سيمې په سنګ قلعه کلي ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو چاپې ووهلې او عام کليوال يې په خپلو کورونو کې ووژل.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې ګډو ځواکونه په ډېر وحشت کليو ته ورغلي دي، د کورونو دروازې يې ماتې کړي دي، کورونه يې نړولي دي او شپږ تنه ملکي وګړي يې وژلي چې پنځه يې د يوې کورنۍ دي.

دوی وايي چې ګډو ځواکونو دوه تنه کليوال ژوندي له ځان سره وړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نژدې هره شپه ګډ ځواکونه د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې د ملکي وګړو په کورونو چاپې وهي چې له امله يې  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

ميدان وردګ يو له هغو ولايتونو څخه دی چې په کې ډېر ځله د ملکي وګړو کورونه د ګډو ځواکونو د چاپو هدف ګرځي او ملکيانو ته مرګ ژوبله اړوي.

تر اوسه د ميدان وردګ ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افتش عن انسان

انا لله وانا اليه راجعون ? ? ? ? ولاحول ولاقوة الا بالله العلي العظيم اللهم يارب ارنا في الظالمين عجائب قدرتك يارب عليك بالمنافقين الافغان يارب عليك بجنود الغدر والنفاق يارب عليك بالطوغات والفاسدين يارب يارب يارب ارنا في عملاء الكفر عجايب قدرك يارب انزل عليهم باسك الذي لاير عن القوم المجرمين

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close