افغانستان

لغمان: د امنيتي ځواکونو قرارګاه ته څېرمه موټر بم بريد شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو يوې قرارګاه ته څېرمه موټر بم بريد شوی دی.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی وايي چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د اليشنګ ولسوالۍ ودانۍ ته په ۲۰۰ مترۍ کې د امنیتي ځواکونو نظام قرول سره د مازدا موټر په واسطه بم بريد شوی دی چې له امله يې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنيو چارو وزارت هم بريد تائيد کړی دی او ويلي يې دي چې په دې بريد کې دوه امنیتي سرتيري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

بل خوا يوې امنيتي سرچينې بي بي سي ته ويلي دي چې په دې بريد کې ۲ امنيتي سرتيري وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د لغمان د عامې روغتيا رييس عبدالجليل معروف ويلي دي چې د چاودنې له ځايه د مهترلام او اليشنګ روغتونو ته ۲۵ تنه ټپيان ور وړل شوي دي چې ماشومان هم په کې شامل دي.

ددې بريد مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x