طالبان: د عليشنګ ولسوالۍ په امنيه قومندانۍ سرتيري بريد لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي چې نن سهار يې د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ په امنيه قومندانۍ سرتيری بريد کړی دی او لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې بريد نن سهار شپږ بجې د سعيد ننګرهاري په نامه د يو تن سرتيري بريدګر له لوري د يو لوی موټر چې چاودېدونکي توکي په کې ځای په ځای شوي وو، ترسره شو.

هغه وايي چې د موټر بم له چاودنې سره د امنيه قومندانۍ ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه شوه او دغې ودانۍ ته څېرمه د استخباراتو مديريت او د ولسوالۍ د مرکز زياتې برخې هم ونړېدې.

د مجاهد په خبره په دې ودانۍ تر سلو پورې عسکر ميشت وو چې تر اوسه پورې د ۳۸ عسکرو جسدونه له خاورو څخه راويستل شوي دی او په وينا يې چې اوس هم لسګونه عسکر تر خاورو لاندې دي.

ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې دا بريد يې د دولتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په کورونو د عملياتو او چاپو په غبرګون کې کړی دی.

تر دې وړاندې د لغمان ولايتي چارواکو ويلي وو چې په دې برید کې دوه امنيتي سرتيري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي خو ځينې سرچينو ويلي وو چې په بريد کې ګڼ شمير دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

در څو به په دروغو خلک غولوی؟ ټول زخمیان د مدرسی طالبان دی چی ولسوالی سره هزدی پرته وه. تر اوسه درې مړه چی دوه یی پولیس دی او یو یی ماشوم دی. زخمیان عام خلک او اکثرا د مدرسی زده کوونکی دی.
طالبان همیشه د یوه دوه کسانو په خاطر په لسګونو نور بیګناه کسان شهیدان او یا زخمیان کوی. چی پدی زشت او غیر اسلامی عمل سره یی خپل محبوبیت د خلکو تر منځ له نیته وړی او ورځ تر بلی د خلکو د نفرت وړ ګړځی.

جميل
میلمه
جميل

الله تعالی دی د مجاهد سعيد ڼګرهاری شهادت قبول کړی او په جنت الفردوس يی ونازوی ، او د غاصب کفارو په خدمت کی خائن غلامان دی دوږخ ته واچوی . پر الله(ج) او پر هيواد مين فدايی استشهاديان که د ارګ او يا باګرام په مينځ هم عمليات وکړی ، کفار او پلورل شوی غلامان به يی د تل په شان همدا وايی چی په پيښه کی واړه او ښځی مړه او ژوبل شويدی . ټوله افغانان اوس د اشغاګرو او د هغو د غلامانو په درواغو پوهيږی او د پوچی اهميت هم نه ورکوی ، کنی مجاهدين به… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

هغوی چه د یو څو ډالرو یا مقام د پاره د الله ج او د الله ج د مجاهدینو په ضد جنګیږی، د غین په شان ګډی وډی وایی او لا په رسنیو او پآنو کی خپلی ناولتیا خپروی ساده خلک به خطاباسی، الله ج د خطا ایستنی هڅی به د دوی لوی حماقت وی د ځانو خطا ایستنه ده ، زمونږ له نیتو هم الله ج خبر دی، دوی ته به سزا ضرور ورکولای شی او د الله ج سزا ډیره درنه او دایمی وی