روغتیا

په خاورین لوښي کې د اوبو څښلو ګټې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): له نن نه کلونه وړاندې به د اوبو ګرمولو، پخلي کولو، اوبو ساتلو او نورو کارونو لپاره د خاورین لوښو استعمال کېده چې د پوهانو په وینا انسان ته روغتیایي ګټې هم رسوي.

لکه څرنګه چې د خاورې څخه بې شمېره معدنیات او ویټامنونه حاصلیږي دغه ډول انسان کولای شي د خاورو څخه جوړ شوي لوښو څخه د ویټامنونو او منرالونو ګټه پورته کړي.

له دې پرته په پلاستیکي او شیشيي توکو کې داسې کیمیاوي مواد استعمالیږي چې د انسان روغتیا ته زیان رسوي، په دې هکله ګڼ شمېر څیړنو ددې زیانونه ثابت کړي دي.

دلته د خاورین لوښي د استعمال ګټې وړاندې کوو:

د هاضمې سیستم

په پلاستیکي بوتلونو کې د BPA په نوم کیمیاوي مواد استعمالیږي چې روغتیا ته بې اندازې ګواښونکي دي، د خاورې لوښي اوبو کې هیڅ ډول کیمیاوي مواد نه موندل کیږي، دغه اوبه په بدن کې ټيسټوسټیرون مناسب ساتي او د هاضمې سیستم غوره کوي.

د ستوني لپاره ګټور

زیاتې یخې اوبه څښل د مرۍ یا ستوني غدودو ته زیان رسوي، چې د ټوخي او نورو ستونزو لامل کیږي، ددې برعکس د خاورې لوښی د اوبو تودوخه په یوه حالت ساتي، همدا لامل دی چې په خاورین لوښي کې د اوبو استعمال ستوني ته زیان نه رسوي.

له سختې ګرمۍ مو ژغوري

په ګرمه هوا کې د خاورین لوښي اوبو استعمال بدن کې د تغذیې، ویټامن او ګلوکوز مادې مناسبې ساتي او د جل وهلو ګواښ کموي، دغه ډول د خاورین لوښي اوبه د ورځې په اوږدو کې انسان تازه او ارامه ساتي.

خاورین لوښی اوبه یخې ساتي

په خاورین لوښي کې اوبه په طبیعي ډول یخیږي، او سربېره پر دې مو د معدنیاتو له نعمت څخه هم برخمنوي، خاورین لوښی اوبه په طبیعي ډول د موسم بدلیدو سره یخې ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x