افغانستان

عبدالله عبدالله: د اشرف غني د سلاکار مالي فساد دې وڅېړل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې طلوع نیوز د ګډ حکومت د مشر د یوه سلاکار او د مالیې وزارت د سرپرست «همایون قیومي» د مالي فساد سندونه خپاره کړل، د ګډ حکومت اجراییه ریاست له قضايي ارګانونو غوښتي، چې یاده قضیه دې تعقیب کړي.

څو ورځې وړاندې طلوع نیوز داسې اسناد خپاره کړل، چې ښودله یې، د مالیې برحاله سرپرست «همایون قیومي» په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو کې د خپلې رسمي دندې تر څنګ له یوه امریکايي انسټیټيوټ څخه سلګونه زره ډالر تر لاسه کړي.

یاد انسټيټوټ چې د institute of state effectiveness په نامه یادېږي، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اشرف غني له لوري جوړ شوی او له هغه مهاله چې اشرف غني واک ته رسېدلی د یاد انسټيټیوټ عواید ورسره دې برابره لوړ شوي او له منځه یې ۲۵۰ زره ډالر همایون قیومي ته ورکړل شوي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د حکومت د رسمي کارکوونکو له ډلې هيڅ یو نشي کولای د رسمي دندې تر څنګ ځان په بله دنده بوخت وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

څوورځی صبر وکه د ټلوغلو دوسیی به وڅیړل سی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x