افغانستان

يوناما: د طالبانو ګواښونو ټاکنيزه پروسه کمرنګه کړې وه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره «يوناما» وايي، د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال په بریدونو او چاودنو کې ۸۵ کسان وژل شوي او ۴۶۰ ټپيان شوي وو.

يوناما د ټاکنو د ورځې په اړه په ځانګړي راپور کې ويلي، په دغو بریدونو کې اتيا سلنه د طالبانو وو او غوښتل يې د خپلو بریدونو له امله ټاکنيزه پروسه ګډه وډه کړي او خلک په ټاکنو کې له ګډونه منعه کړي.

طالبانو په خپلو مکررو اعلاميو کې ولسمشريزې ټاکنې جعلي او د اشغال د دوام لامل بللې وې او خلکو ته يې خبرداری ورکړی و، چې په ټاکنيزو منډو ترړو او رايې اچونې کې له ګډونه ډډه وکړي.

د يوناما په راپور کې راغلي، د طالبانو د ګواښونو او خبرداريو له امله ټاکنيزه پروسه نوره هم کمرنګه شوه او ډېری خلکو د طالبانو د ګواښونو له امله په رايې اچونې کې ګډون نه و کړی.

خو د يوناما مشر تاداميچي يماموتو ويلي، د طالبانو د ګواښونو سربېره هم خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی او افغانان يې زړور خلک بللي دي.

طالبانو ويلي و، د تلې مياشتې په شپږمه د ولسمشريزو ټاکنو په ورځ يې په ۵۳۱ بریدونو او چاودنو کې ۲۵۸ عسکر او د ټاکنو کميسيون کارکوونکي وژلي او ۱۶۴ نور يې ټپيان کړي دي.

طالبانو هغه مهال له عامو خلکو هم مننه کړې وه، چې په ټاکنو کې يې ګډون نه و کړی.

د ټاکنوڅارونکې ډلې او حکومت هم منلې، چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون د پخوا په پرتله ډېر کمرنګه و، چې ټول شمېر يې ۱.۲ ميليونه دی.

ټاکل شوې وه، چې د دغو ټاکنو پايلې د تلې مياشتې په ۲۷مه اعلان شي، خو د ټاکنو کميسيون غړي وايي، پر ټاکل شوي وخت د ټاکنو پایلې اعلانول ناشوني دي او کېدای شي نورې هم وځنډيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x