عمران خان د سعودي پاچا او وليعهد سره ليدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): د سعودي او ایران ترمنځ د تاوتريخوالي کمولو او سيمه کې د ثبات ټينګولو په موخه د پاکستان لومړی وزير عمران خان له ايران وروسته تېره ورځ سعودي عربستان ته تللی او هلته يې له پاچا سلمان بن عبدالعزيز، وليعهد محمد بن سلمان او نورو چارواکو سره ليدلي دي.

د پاکستان د لومړي وزير دفتر وايي، عمران خان له سعودي پاچا او وليعهد سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره په سيمه کې د امنيت، ثبات  او سیاسي حالاتو په اړه خبرې کړي دي.

له سعودي وړاندې لومړي وزير عمران خان ایران ته سفر کړی و، هلته يې له مذهبي مشر اية الله علي خامنه يي، ولسمشر حسن روحاني او د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف سره په سيمه کې د تاوتريخوالي په کمولو خبرې کړې وې.

عمران خان ويلي و، دی د ایران او سعودي ترمنځ د درېمګريتوب پر ځای د سولې هڅه کوي.

پاکستان له دواړو هېوادونو غوښتي، چې سيمه کې د سياسي او اقتصادي وضعيت د کنټرول په موخه بايد دواړه هېوادونه شته جنجالونه او شخړې د سوله ييزو خبرو له لارې حل و فصل کړي او له يوه بل سره له ټکره لاس واخلي.

له عمران خان سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د کابينې نور غړي هم ملګري دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د