مس عینک لوبډلې د ګربز په غوره توپوهنې سره پايلوبې ته لار وموندله

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): د شپږيزې ليګ په شپږم پړاو سياليو کې د محمد نبي لوبډله «مس عينک اتلان» لومړۍ لوبډله شوه چې پايلوبې ته يې لار وموندله.

مس عينک لوبډلې د رحمان الله ګربز په زړه پورې توپوهنې او د شرف الدين اشرف په غوره توپ اچونې سره د بند امير ښاماران لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

نن چهارشنبه سهار ۹:۰۰ بجې په کابل لوبغالي کې د کورني ليګ شپږيزې شپږم پړاو سياليو کواليفاير لوبه د مس عينک اتلان او بند امير لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

په دغه سيالۍ کې د راشد خان لوبډلې بند امير ښاماران د افسر ځاځي په پنځوسې او د عمران جنت په ۴۴ منډو په ټاکلو شلو اورونو کې سيال لوبډلې ته د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د مس عينک اتلان لوبډلې لخوا رحمان الله ګربز په زړه پورې پېل وکړ، نوموړي د ۸ شپږیزو او ۴ څلوريزو په مرسته په ۴۱ توپونو چټکې ۸۰ منډې جوړې کړې، دوی ټاکلی هدف د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو په وروستي اور کې بشپړ کړ. نور علي ځدران هم ۴۴ منډې جوړې کړې.

اوسمهال په شپږیزه ليګ کې د کابل بازانو او سپين غر زمریانو لوبډلو ترمنځ د ايليمنيټر سيالۍ روانه ده، ددوی له لورې ګټونکې لوبډله به سبا د نن ورځې لومړۍ سيالۍ بایلونکې لوبډلې «بند امير ښاماران» سره مخامخ کيږي، چې ګټونکې به يې د جمعې په ورځ پايلوبه کې د محمد نبي لوبډلې « مس عينک اتلان» سره مخامخ شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د