
ترکيې سوريه کې د اوربند په اړه د امریکا وړانديز رد کړی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د سورې په شمال کې د اوربند وړانديز رد کړی او وايي، هلته ترکي پوځيان د پرمختګ په حال کې دي.
اردوګان دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې ټاکل شوې، د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس او د بهرنيو چارو وزير مايک پنس سبا پنجشنبه په انقره کې له هغه سره وګوري.
مايک پنس ويلي، سوريې د اوربند هڅه کولو لپاره انقرې ته ځي او هلته به په دې اړه له ولسمشر اردوګان سره خبرې وکړي.
د امریکا د ماليې وزير په سوريه کې د عملياتو په ځواب کې د ترکيې پر کورنيو، دفاع او انرژي وزارتونو بندیزونه ولګول.
ولسمشر اردوګان ويلي، امریکا پر ترکيې بنديزونه لګوي، د عملياتو بندولو لپاره پر موږ فشارونه اچوي، خو زموږ دريځ روښانه دی او د هېچا بنديزونه او فشارونه پر موږ اغېز نه شي کولی.
ترکيه وايي، سرحدي سيمو ته څېرمه د سوريې په شمال کې کردي ملېشې ترهګر دی او تر هغو به خپلو عملياتو ته دوام ورکړي، چې کردي ملېشې د سوريې له سرحده دېرش کيلومټره لرې کړي او په دغه سيمه کې ترکيې مېشتو سوريايي کډوالو ته خوندي پنډغالي جوړ کړي.