افغانستان

امريکا: په ټاکنيزو ادارو کې هېڅ ډول سياسي فشار د زغملو وړ نه دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): جنوبي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز په کابل کې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د ټاکنو کميسيون له غړو سره ليدلي دي.

اليس ويلز ويلي، امريکا په ټاکنيزو ادارو کې د هر ډول فشارونو او سياسي مداخلو مخالفه ده او د ټاکنو کميسيون بايد خپل کارونه په خپلواکه توګه پر مخ بوځي.

مېرمن ويلز د ټاکنو کميسيون د هغه دريځ ملاتړ کړی چې، يوازې بايو ميټريک رايې به شمېرل کيږي.

نوموړې وايي، بايد يوازې بايوميټريک رايې وشمېرل شي او دې کار سره به د ولسمشريزو ټاکنو پایلې هم باوري شي.

اليس ويلز له اشرف غني او عبدالله سره په جلا جلا ليدنو کې د سولې سربېره د افغانستان سياسي وضعيت او د ټاکنو د رڼو پایلو په اړه هم خبرې کړي دي.

الیس ويلز او په کابل کې د امریکا سفير جان بس تېره ورځ د ټاکنو کميسيون مرکزي دفتر ته تللي وو، هلته يې د ټاکنو کميسيون غړو ته سپارښتنه کړې وه، چې د هېڅ لوري تر فشار لاندې رانشي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم ويلي، ولسمشر اشرف غني له اليس ويلز سره د ليدو پر مهال ټينګار کړی، چې د ټاکنو کميسيون پرېکړو ته به درناوی کوي او هېڅ نوماند بايد له وخت مخکې د خپلې بريا ادعا ونه کړي.

دا په داسې حال کې چې دوو مخکښو ټاکنيزو ټيمونو د اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټيم او د عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ټيم لا وار د مخه په تکراري توګه د خپلو برياوو ادعا کړې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

که دا غلامی نه وی ، نو د غلامی تعریف به څه وی ؟؟؟؟؟؟؟

چیری دی ځدران صاحب، عبدالله جان، غلام حضرت، پشتین غمی اجمل او داسی نور صاحبان چه د څټو له کنډو او اشرف غنی له څنګه به یی په مستقیم او غیر مستقیم ډول د خپلواکو ضد او پلواکانو به ګټه غوړی غوړی تبصری کولی.الحمدالله

فکر کوم ، له حالاتو داسی معلومیږی چه له دی وروسته به پمپو صاحب تشریف راوړی بل دوه سری یا دری سری حکومت جوړوی ، دوهم ابشن یی د موقتی اداری او دریم ابشن یی د خپلمنځی جنګو رامنځته کول او د امریکا او ناتو وتل دی.

افغانستان به هغه وخت ته ورګرځی چه روسان ووتل او او خپل منځی جنګونه پیل شول خو طالب مجاهدینو یی مخه ونیوله زه باور لرم چه طالبان به یی بیا مخه ونیسی تر پخوا لا ډیره تجربه او بوهه لری انشالله

جميل

دا عجيبه انتخابات دی هرڅوک چی د هری خوا راشی پر دی بيچاره غلامانو پټکی کوی چی دا وکړی او دا مه کوی او دوی هم لکی پشا منډلی په کړنجهاری سره لبيک ورته وايی ، يو د نر بچی پکی نشو پيدا چی ستاسو يی په څه دا خو افغانانو انتخابات دی ، په پای کی بيا د هر ډيله لاس چی امريکا پورته کړ هغه به کاغذی پاچا وی خو د خپلی ښځی او خپل کور واک به لا نلری .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close