کريم جنت د شپږيزې تېر ټول ريکارډونه مات کړل

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): په شپږیزه ليګ سياليو کې د کابل بازانو لوبډلې آلراونډر لوبغاړي کريم جنت ددې سياليو تر ټولو زياتې منډې جوړې کړې.

کريم جنت د سپين غر زمریانو لوبډلې پر وړاندې سليزه ووهله او تېر ټول ريکارډونه يې شاته پريښودل. نومړی اوس د شپږيزې تر ټولو زياتې ځانګړې منډې جوړې کړي دي.

د افغانستان کورني سياليو شپږیزه ليګ کې په حذفي يا ايليمنيټر سيالۍ کې د کابل بازانو لوبډلې په ټاکلو شل اورونو ۱۹۷ منډې جوړې کړې، چې په کې کريم جنت په زړه پورې سليزه ووهله او ۱۲۰ منډې يې جوړې کړې.

نوموړي په يادو منډو کې ۸ سليزې او ۱۱ نيمه سليزې هم ووهلې او ټول يې ۶۳ توپونه ولوبول.

له دې وړاندې وړمه ورځ د بند امير ښاماران لوبډلې توپ وهونکي جاويد احمدي د شپږيزې ليګ په تاريخ کې دويمه سليزه وهلې وه، له هغه وړاندې په تېر کال شپږیزه ليګ بهرني لوبغاړي کيمرون ډيلپورټ لوبغاړي سليزه وهلې وه.

د کابل بازانو او سپين غر زمریانو ترمنځ د شپږيزې ليګ حذفي سيالۍ ترسره شوه چې په کې کابل بازانو سپين غر زمریانو ته د ۱۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د ياد ليګ په لړ کې به سبا د پنجشنبې په ورځ بند امير ښاماران او کابل بازانو لوبډله په دويمه حذفي سيالۍ کې مخ کيږي چې ګټونکې به يې پايلوبې ته لار مومي او د مس عينک لوبډلې پر وړاندې به مخامخ کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د