محمد سهیل شاهین

طالبان د ناټو په غبرګون کې؛ د سنګر او دفتر په ګډون له ټولو ارزښتونو دفاع کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې، د ناټو سرمنشي طالبان د تشدد په پراخولو تورن کړل او له هغوی یې وغوښتل، چې سولې ته د ژمنتیا ښودلو په موخه دې تاوتریخوالی کم کړي، طالبان وایي، د دفتر او سنګر په ګډون له ټولو ارښتونو دفاع کوي او لا هم په توافقنامه کې په یادو شویو خبرو ولاړ دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «دناټو دسرمنشي د وروستیو څرګندونو په ځواب کې وایو، هغه توافقنامه چې د امریکایي لوري سره بشپړه شوې، په هغه کې دټولوخواوو غوښتنو لپاره ځواب شته: هغه که د تاو تریخوالي کمول دي، یا دخارجي قواوومکمل وتل ، د نورو په خلاف د افغانستان د خاورې نه استعمال ، مذاکرات یاداسې نور.»

شاهین زیاته کړې «هغوی چې اصلا دا نغواړي، نو خود له خبرې تښتي او پلمې لټوي. مونږ پخپله خبره ولاړ یو.»

د شاهین په خبره، مؤقف او خبره یې یوه ده او له خپلو ټولو ارښتونو دفاع ته تیار دي «اسلامي امارت د هیواد د اصیلو او پاکو بچیانو کور دی. دحالاتو په بټۍ کې ټکیدلي، روزل شوي او ازمایل شوي دنګ منارونه پکښې راټول دي. خبره مویوه او موقف مو واضح دی. په کلکه له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو دفاع کوو. که دفتر وي ، که سنګر وي..»

طالبان وروسته له هغه د مذاکراتو له مېز څخه تېښته د پیغور په ډول وریادوي، چې دوې ورځې وړاندې د ناټو سازمان سرمنشي طالبان د تشدد په پراخولو تورن کړ او له هغوی یې وغوښتل، چې سولې ته د ژمنتیا ښودلو په موخه دې تشدد کم او خپلې غوښتنې کمې کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

آفرين طالبانو کرامو ، خود به مو خبره يوه وی پديچی خالق او رسول مو يو دی ، د الله تعالی دوستان نه بيريږی او نه هم خواشينی کيږی .