افغانستان

د پارلمان رییس: رسنۍ د پارلمان په وړاندې توطیې جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ولسي جرګې رییس «میر رحمان رحماني» له ځینو رسنیو شکایت کړی، چې د پارلمان په وړاندې توطیې جوړوي او ددې مجلس حیثیت ته یې زیان رسولی.

میر رحمان رحماني د چهار شنبې د ورځې په ناسته کې، په کابل کې د پولیسو او وکیلانو تر منځ پېښې شوې شخړې ته په اشارې وویل، چې ددې شخړې په دوام په ټولنیزو رسنیو کې د پارلمان حیثیت ته دروند زیان رسېدلی.

د رحماني یادو څرګندونو ته د رسنیو د ملاتړ بنسټ «نۍ» توند غبرګون ښودلی او له رحماني یې غوښتي، چې له رسنیو بښنه غواړي.

د نۍ له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کاږي، د رسنیو په تړاو د رحماني څرګندونې اندېښمنوونکې دي او که چېرې د رسنیو په تړاو  رښتیا هم کوم شکایت شتون لري، باید له قانوني او رسمي لارو یې د حل هڅه وشي.

د اعلامیې له مخې، د پارلمان د مشر څرګندونې له پارلمان بېرون کسان هم په رسنیو باندې فشار زیاتولو او ستونزو راټوکولو ته هڅوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

دپارلمان حیثیت د کومه وه، چی څوک زیان ورورسوی. ځکه چی د افغانستان هغه لوچکترینه، ډاکوګان، لوټماران، غاصبین، زانیان، لوطیان، بس سواده او………….. خلک د اولس د وکیلانو په نامه راټول سوی دی. بس هغه د ملالی جویا خبره ده چی: پارلمان نه دی تیار غوجل دی، بلکه تر غوجل لا هم بدتردی.

عبدالله

دا د اشغالگرو د مرداریو پاکوونکی او فاسد ته زان دیر با عزته شکاری، رنگ یی لا سم نه دی. په دی هم خوشحاله دی چی د پاکستان پارلمان ده ته ویلی چی ستاسو په روزنه او ظرفیت لورونه کی چمتو یو. د پاکستان پارلمان خپل هیواد ته سه کری؟ همدا اوس په تور لیست کی شامل دی، په نری کی تر افغانستان بد نوم لری زکه دوی یی تربیه کوی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close