ټاکنو کمېسیون: ښايي د لومړنیو پایلو اعلان له ټاکلې نېټې وځنډېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، شونې ده د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې په ټاکل شوې نېټه اعلان نه شي او وځنډېږي.

صبح کابل ورځپاڼه د ټاکنو کمېسیون د یوې سرچینې له قوله لیکي، چې په ټاکنیزه پروسه کې له بایومټریک دستګاوو څخه مرکزي سرور ته د معلوماتو د انتقال د سرعت کموالی ددې لامل شوی، چې ښايي د ټاکنو اعلان وځنډېږي.

یاده دې وي، چې د ټاکنو کمېسیون تر دې وړاندې اعلان کړی وو، چې لومړنۍ پایلې به د تلې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه اعلانوي؛ خو دا نېټه وروسته له هغه ځنډول کېږي، چې نن ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې «الیس ویلز» ټینګار وکړ، چې د پایلو په اعلان کې دې بیړه نه کېږي او شفافیت ته دې کار وشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د تش په نامه ټاکنو کمیسون دا واک او ځواک نه لری چه د ټاکنو نتایجو اعلانول وروسته یا مخکی کړی په اشغاشوی هیواد کی غلامه اداره یی هم نه مخکی او نه وروسته کولای شی، یا په بل عبارت په اشغال شوی هیواد کی ټاکنی په دغه مظلوم اولس سرباری توهین دی . پوښتنه : نو اشغالګرو ته ټاکنی څه ګټَه لری؟ لمړی : د فاحشی او لونډ ترمنځ همدغه ډول تعاملات معمول وی چه کله یی خپلواکه او کله یی بلواکه کوی د دی د پاره چه د قلم عفت ساتل شوی تفصیل یی نه لیکم . دوهم:… نور لوستل »