
ميسي شپږم وار لپاره د سرو زرو بوټ جايزه وګټله
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): د برسلونا لوبډلې مشهور ستوری ليونل ميسي د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې په پرلپسې ډول درې واره او په مجموعی ډول شپږ واره د سرو زرو بوټ جايزه وګټله.
ليونل ميسي د ۲۰۱۸/۱۹م کال سياليو تر ټولو زيات ګول وهونکی لوبغاړی و، نوموړي په اسپانوي ليګ «لالیګا» کې ۳۶ ګولونه وهلې دي، چې د پاريس سان جرمان لوبغاړي کليان امپابي څخه ۲ ګولونه زيات دي.
۳۲ کلن ميسي په ۲۰۱۸/۱۹م کال کې د برسلونا لوبډلې لپاره د لاليګا ليګ اتلولي وګټله، په اروپا اتلانو ليګ کې يې لوبډله تر نيمه پايلوبې ورسوله خو د لیورپول لخوا يې حيرانونکې ماتې وخوړه.
https://twitter.com/brfootball/status/1184435849775190016?s=19
ليونل ميسي په ۲۰۰۹/۱۰، ۲۰۱۱/۱۲، ۲۰۱۲/۱۳، ۲۰۱۶/۱۷، ۲۰۱۷/۱۸ او ۲۰۱۸/۱۹ کلونو کې د سرو زرو بوټ جايزې ګټلې دي، نوموړی له خپل سيال کريسټيانو رونالډو څخه دوه جايزې وړاندې دی، رونالډو تر دې دمه څلور واره دغه جايزه ګټلې ده.
د يادونې وړ ده چې ليونل ميسي په تېر سيزن ۲۰۱۸/۱۹م کال کې د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی هم اعلان شو، دغه ډول يې د شپږم وار لپاره د فيفا سرو زرو توپ جايزه وګټله.