نظــر

 د ژوند ترخه خاطره مې!

فهیم الله تنویر

که څه هم ددې په ځای چې سړی ترخې خاطرې له خلکو او ملګرو سره شریکې کړې باید خوږې ورسره شریکې کړي؛ خو کله کله ددې ترخو خاطرو تأثرات په زړه داسې جدي اغېز شیندي چې سړی مجبور کړي تر څو حالاتو ته په کتو یې له خلکو
او ملګرو سره شریکې او را برسېره یې کړي.

ژمۍ ؤ د پوهنتون د پسرلني سمستر د پیلېدو نېټه ورځ تربلې را نږدې کېدله، ټولنیزو رسنیو کې ګرمې ګرمې آوازې وې چې نوي ګمارل شوي رئیس د یوې اعلامیې په خپرولو سره پوهنتون کې د زده کړیالانو لپاره دریشي لباس جبري کړی دی، محصلینو ډول ډول نظریات لرل چې ځینې ددې خبرې موافق او ډیری یې مخالف وو چې مونږ هم د مخالفینو له ډلې شمېرل کېدو، ځکه د ننګرهار ولایت په څیر ماحول کې  دریشي کول یو بل ډول ایډیال او انګېزه راته ښکارېده،
بلآخره پوهنتون پیل شو مونږ هم ځانونه ورسول، د سه شنبې په ورځ مو د شپږم سمستر لمړنۍ درسي ورځې ته ځانونه حاضر کړل خو اول ساعت لا خلاص نه و چې د وره ټک ټک شو، رئیس د پوهنځۍ را د ننه شو او ویل یې چې تر پنجشنبې ستاسو
اخیري ضرب الأجل دی که مو دریشۍ کړې وې صنف کې به ناست وئ ګني د صنف څخه به مو وشړو؛  خو پنجشنبې بیا رئیس صیب را نغئ شنبه مونږ بیا هم په خپلو ملي  جامو کې پوهنځي ته لاړو ګورو چې رئیس صیب صنف ته د ننه شو په شمار پنځو کسانو دریشۍ اغوستې وې چې هغه یې جګ کړل او مونږ.یې ښه په خوند سره غیر حاضر کړلو، ورور مې انجینري پوهنځي کې ؤ، لومړی کال یې ؤ، د پوهنتون د سنتي ماضي له فلسفې نا خبر ؤ، ځکه هغه یو څه درېشۍ ته خوښ ؤ،  زنګ مې ورته وکړ ما ویل هلکه څنګه چل دی دریشي اغوندې که نه؟! ویل یې هو اغوندم یې، ځینې استادان ټینګار کوي، پنحشنبه شوله ورور به مې ډیر وخت د جمعې رخصتي زموږ  اطاق ته راوړله، د درسونو پوښتنه مې ترې وکړه ویل یې ښه دي خو نن رئیس صیب راغلی  ؤ ډیر ښه وغږیدلو.

ما زر ورغبرګه کړه چې د دریشۍ په هکله یې کوم څه ونه ویل؟!

ویل  رئیس  ویل چې دریشي اغوندی ځکه زمونږ د پوهنتون نوم د داعش او طالب په نوم تللی دی نو تاسی باید دا نوم ورک کړی نور، خو بیا هم که یی څوک نه را اغوندي او بیخي ځان ورته بد ښکاري څوک حق نلري چې غیر حاضر مو کړي،
دې خبرې مې لږ زړه ښه کړ بلآخره شنبه بیا په خپلو ملي جامو کې لاړو چې رئیس  بیا را دننه شو، هغه په خپل دریځ ټینګ ولاړ ؤ ځکو خو یې  دری ساعته مکمل غیر حاضر کړو لنډه دا چې تر نوي کاله یعنې نوروز پورې  سخت زړي رئیس  په پوره بې رحمۍ سره هره شنبه دری دری ساعته غیر حاضرولو، چې وروسته د نوي کال نه پدې پوه شول چې د ننګرهار غوندې ماحول کې دریشي عملي کول یو ناشونی کار دی، زمونږ ټولګی چې تازه د نورو ټولګیو څخه جلا شوی وه، دوه  مضمونه مو ځانګړي وو او نور مو په ګډه ویل؛ خو زمونږ د یوه مضمون د درس مزه بیخي نه وه ځکه استاد یې پخپله ویل چې زه یې نسم ویلای درته، هر څوک چې راولئ رایې ولئ، اداری ته ولاړو چې مونږ ته د یاد مضمون لپاره مسلکي استاد راولیږي.  ویل یې دا په ټول افغانستان کې څوک نشي تدریس کولای، مونږ ویل بیا مو ولې د پوهنتون په نصاب کې اچولی دی!

ویل یې سږ خو شولو خو کال ته به یی په ځای اورېکل  بدیل واچوو تاسی ګذاره وکړئ!

دا چې دا مضمون اخر ساعت ؤ او د دوی په خبره چې ټول هېواد کې یې څوک نشي تدریسولای، محصلین هم یاد ساعت ته ډیری وخت نه ورتلل.

استاد به هم کله راغئ کله نه، هلکانو ته یې پریزنتیشن ورکړی ؤ، کله به چې هغه وو   راتلئ،   دولس بجې حاضري به یې واخیستله لاړو به لنډه دا چې ساعت به په یوولس شروع کیده، دا استاد به په لس کم دوولسو راغئ،  څوک به چې تللی ؤ په خوند به یې دری دری ساعته غیر حاضر کړل، ښایي ده ته به ځان کم ښکاریده چې ولې  ټولګی خالي دی؟

خو بلآخیره فاینل امتحانونه راورسیدل، د هغې معمایي مضمون استاد راته دیارلس اې فور ورقې چاپ کړې وې ویل یې دا د ازموینې لپاره وګورئ، روژه شوه استادانو پروګرامونه رسولي وو او د بعضو محصلینو پریزنټېشنې لا پاتې وې خو ټولګي بند شول، مونږ هم کورونو ته راغلو روژه مو کور تیره  کړه.

کله چې د اختر شپږمه ازموینې اعلان شوې غوښتل مو چې پوهنتون لاړشو؛ خو چې فیسبوک ته دننه شوم ګورم چې سینجر کې لېست راغلی دی . په ځیر ځیر مې وکتئ چې د محرومانو لیست و.

دا چې  ټولګي کې  زما نوم حاضري کې لږ مخکې ؤ نو ځکه خو  محرومانو کې هم اول نوم  زما ؤ، په دغه لېست کې زمونږ د ټولګي دري دېرش کسان زما په شمول محرومان وو، بیخي حیران شوم، چې نومونه  ګورم دری کسان د دوه نورو څانګو
او دیرش مکمل د مونږ د دیپارتمنت یعنې ډیتابېس کسان محرومان وو، فکر مې وکړ دا څه کیسه ده!!!

خو وروسته راته پته ولګېده کله چې مونږ روژه کې راغلي وو هماغه استاد چې فاینل ته یې دیارلس ورقې چيپټر راکړی ؤ، څوارلس ساعته غیرحاضري اخیستې وه او مونږ یې د محرومیت تر پولو ور اړولی وو.

په همدې دردوونکې معما کې له مونږ سره یو ځای د څلورم ټولګي دېرش تنه هم محرومان ؤ چې  د اول دویم او څلورم نمره په شمول ټول د نهایي پرړژو لېډران و،  هغه وخت مو ډېرې منډې تر ولایتي شورا او مسلمیار او نورو پورې وکړې؛ خو مثبته نتیجه یې ورنکړه او د امتحانو څخه محروم پاتې شولو.

لنډه دا چې دری میاشتنی رخصتي کې مو ډیرې منډې ترړې وکړې، رخصتي خلاصه او د پوهنځي  له آدرسه د څلورم صنف محروم محصلین  د امتحان د ورکولو په موخه پوهنتون ته وروبلل، دې کار زمونږ هم لږ هیلې را ژوندی کړې، پوهنتون ته لاړو رئیس سره ما شخصاً موضوع شریکه کړه،  دا چې پخوانی رئیس لرې کړل.

شوی و نوی د موضوع نه خبر نه ؤ،ما ورته  کړل چې ولې څلورم ټولګی پاس او مونږ پاتې یو؟

هغه د پوهنځي رئیس ته زنګ وکړ چې ولې مو داسې کار کړی دی؟

هغوی ویل ویل چې دوی د وزارت نه امر راوړی دی مونږ هم وزارت کې فشارونه واچول مختلف امرونه مو واخیستل حتی ځینې محصلینو مو دوه دری امتحانه هم ورکړل خو بیرته د محصلانو چارو مرستیال سیداکرم هاشمي له لوري د امتحان
نه جګ شول،  کله چې هاشمی ته ورغللو مونږ ویل ولی دا کار کوې، دوی خو هم د څلورم ټولګي په څیر وزارت نه امر راوړی دی؟

ویل  چا ویل چې څلورم صنف امر راوړی دی؟ مونږ ویل رئیس د پوهنځي د پوهنتون رئیس ته وویل.

ویل یې نه څلورم ټولګی علمی شورا پاس کړی، مونږ ول نو دا توپیري چلند خو ظلم دی، مونږ ولې پاتې یو؟

ویل یې د هغوی اخیري کال و مونږ ویل محروم یو محروم دی.

قانون یو قانون دی، مونږ اخیر څه وکړو، ولې دومره ظلم کوئ؟

ویل یې درسونه ووایئ کورسو ته لاړ شئ. مونږ ویل اقتصاد مو خراب دی، ویل یې لاړ شئ کنړ ته داعش سره یو ځایی شئ، ما ته د پخواني رئیس یحیی فهیم هغه خبره را یاد شوه چی ویل یی تاسی درېشي وکړئ تر څو د داعش او طالب نوم د پوهنتون څخه لرې شي، حال دا چې د ریس معاون د داعش د جلب جذب مسؤلیت د پوهنتون په داخل کې ډېر په ماهرانه ډول سرته رسوي، دا چې موږ مظلومه طبقه وو،  زور مو نه رسېدئ مسؤلې ادارې په اونۍ کې یو ځل د لیدو وخت راکولو بیا به یې هم په کړنو کې ریښتینولي نه وه . تهدیدولو به یې چې تاسې باغیان یئ پوهنتون ته نه حاضریږئ نو مونږ هیڅ نشو کولای، بلآخره مې زړه مات شو، له هر څه تیر شوم،  او ځان سره مې سوچ وکړ چې دې وطن ته ډیرو لیوانو د لوټلو عقد کړی، دلته وجدانونه  خراب دي. دا وطن نه جوړیږي، ځکه دلته موږ ظالمانو په میږ او لیوه سره وېشلي یو،  تر هغې به دا داړل او تروړل  وي تر څو چې ددې محکوم ملت فرد فرد د خپل فکر د غلامۍ او بې وسۍ
زولنو ته د سر خم کولو  په ځای هغه ماتې نکړي او د خپلو غدارانو پښې پرې نه تړي.

ما خپله د یو افغان په نوم، ددې هر څه په درک او زغم کې دردونه لیدلي، مایوسه نه یم، لا مې هم دې خاورې او وګړو ته په زړه کې د وفادارۍ پیمان په رګ رګ کې په څپو دی.

زما تړلی لاس او ستا درنې درنې څپیړی
یو.وخت به د جانانه په حساب کې راولم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x