د يتيم کړيکه

محمد يعقوب نائل

د ماشوم ځمکه او اسمان هم ډېر لوی نه وي، لمر او سپوږمۍ ورته د يوې ټيکلي په څېر برېښي، د نړۍ لکونه او کروړونه د کوچنيانو په نظر کې تر شلو زيات نه وي او هر څه ورته په نظر ډېر کم ورځي. د دوی ځمکه او اسمان، د کور شړۍ او کمبل د خپل ژوند ټوله اسره يکي يوازې مور او پلار وي.

د نړۍ لوی – لوی غمونه چې د لويانو ملا ماتوي په کوچنيانو چندان تسلط نه لري او د حوادثو زورورې سېلۍ د دوی له شونډو خندا او خوشحالۍ نه شي وړلی، دوی په روانه جګړه کې خپل کاغذي پتنګان په هوا کوي او خاندي.

ماشومان ټول په جنت کې وي، د مور غېږه د ماشوم لپاره جنت ده، د مېندو تيونه د شيدو لښتي دي، لنډه دا چې تر څو ماشوم – ماشوم وي، د اندېښنو سره نه وي بلد، د دنيا له غمونو داسې بې غمه وي لکه په دې کړېدلي، غم لړلي دنياګۍ کې چې بيخي نه وي او په بل جهان کې اوسي.

خو زه درته د هغې ماشومې نجلۍ کيسه کوم چې اوس د پلار له سوري بې برخي شوه او د تره سره مي په ښار کې وليده، دا ځل هغسې خوشحاله نه وه لکه پخوا چې به ښکارېده بلکې دا د نورو ماشومانو څخه بېله وه، د غمونو لويو څپو يې د خپل بدن د ځينو خوږو غړو هم خلاصه کړې وه.

تاسو پوهېږئ! چې دا ستر نه بښونکی جرم د چا له خوا په دې مظلومي بې چاره ماشومې شوی ؤ؟ هو: دا هغه وخت ؤ چې د اشغالګرو ځواکونو طيارو ړندې بمبارۍ وکړې؛ نو ددې په شمول ددې د کورنۍ څلور – پنځه هغه غړي چې دې پرې خپلې هيلې او ارزوګاني تړلي وې هم شهيدان شول.

دا چې يوازې ليدو يې دومره وزورولم؛ نو طاقت مي ونه شو، د زغم کاسه مي ډکه شوه او د تره نه مي پوښتنه وکړه: چې په دې ماشومي نجلۍ څه شوي؟ دا خو مخکې ما ليدلې وه هغه وخت روغه وه!! په ځای ددې چې تره يې خوله خلاصه کړي او ځواب ووايي، ماشومې راته په خپله معصومه ژبه داسې کړه: کاکاجانه! زه د خپل مور او پلار يکي يوازې هغه لور وم چې هغوی به په ما باندې ډېر نازېدل او په ناز – ناز به يې غټولم. کله چې به د اختر ورځې رانزدې شوې؛ نو پلار به مي ښار ته راوستم، زما په خوښه به يې راته کالي، بنګړي، نکريزي، ګلان او هغه څه چې د ژوند اړتياوي ورباندې پوره کيږي هر څه به يې راته پوره کړل او له ځانه سره به مي کور ته راوړل. شاوخوا د کلي همزولي نجوني به مي خبري کړې چې راشئ وګورئ! د اختر په خوشحالۍ کې مي پلار راته څومره ښه شيان اخيستي دي.

هې! تاسو ګورئ! دا مي کالي دي، دا مي نکريزي دي، د اختر په شپه به خپل لاسونه او پښې سرې کړم، دا مي بنګړي دي، دا مي ګلان دي او دا مي…. ورځ تېره شوه کله چې شپه راغله؛ نو ما او د ترور لور به مو مستي کوله، يو بل ته به مو کيسې کولې، بالښت به مو نه ؤ؛ خو تر ناوخته پورې به د نيا او نيکه سره ناستې وو، چې ناڅاپه د لاندې لور نه د يو مردار بوږنوونکي غږ په بدرګه يو څو طيارې راغلې، په ديکښې يو ناڅاپي درز شو چې زموږ چم ولګېد، ډېوه مړه شوه او يوه وېروونکې تياره خپره شوه، نيا مو له مهربانۍ په موږ باندې ځان خوره کړه. له ځانه سره مي يو څو غلي اسويلي واورېدل چې زموږ د کور ځينو غړيو زګېروي وو.

ددې وروسته مي نه څه اورېدلي او نه مي هم څه ليدلي، څه وخت وروسته راته درک وشو چې زه په روغتون کې پرته يم، ما د خپل زوړ عادت له مخې خپل مور او پلار غوښتل، په څنګ کې مي د خپل نيا او نيکه د لټون لپاره غوښتل لاس ووهم، ګورم چې لاس مي تر بغله پورې نشته، يوې سترګي مي هم کار پرې ايښی ؤ.

اوسمهال د خپلوانو کره اوسم، دوی راته وايي چې پلار – مور او د کور نور غړي دي ژوندي دي؛ خو دا چې دغه شپه راته ياده شي؛ نو پوره درک راته وشي چې اوس زه په دې نړۍ کې تنها ژوند کوم او د لوی خدای نه پرته بل څوک نه لرم.

اې خلکو! تاسو وګورئ! څومره بد رنګه شوې يم! لاس مي نشته! سترګه مي نشته! پلار نه لرم! مور نه لرم! په ماشومتوب کې امسا ته مجبوره شوم، زه خو نور په دې نړۍ کې ژوند نه غواړم، زه د خپل مور او پلار څنګ ته ورتلل غواړم، زه د ځان وژنې په چل نه پوهېږم. بس په همدې پوهېږم چې لويه خدايه! هغه څوک هم زما په حال کړې چې زه يې په دې حالت کړم.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

محمد يعقوب نائل صاب!واقعي ډیره دردودنکي
قیصه وه.
د لوستلو توان مې نه لیدﺉ مګر ځان مې ورته ټینګ کړو.
یاالله ته نور دا مظلوم هیواد کافر ظالم وحشي امریکه اشغال څخه خلاص کړې.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

الهی امین او ثم امین او ثم امین . دا خو په میلونو کی یوه هغه دردمنه قیصه ده چه د نایل صاحب ورته دسترسی شوی نوری حادثی له قیصو سره مړی دی لکه بریښنا ورکی شوی. مګر زمونږ له سترګو ورکی دی د الله ج په دفتر کی هر څه محفوظ پراته دی چه وخت یی راشی د مرتکبینو سره به د ذری ذری حساب کیږی هسی نه پاتی کیږی. مګر دا انسانی زوند یوه ایله ازموینه ده، په الهی ازموینه کی صاحب العقول انسانانان او پیریان د انسانی او جنی بیریانو د وسوسو اچولو ښکار کیږی دغه وسوسی… نور لوستل »