نړۍ

د هرات-کندهار په لویه لار ترافیکي پېښه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۸ل): د هرات-کندهار په لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هرات ولایت د والي ویاند «غلام جیلاني فرهاد» وایي، پېښه نن ورځ «پنجشنبه» سهار مهال د هرات-کندهار په لویه لار د ادرسکن ولسوالۍ په حدودو کې رامنځته شوې، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د فرهاد په خبره، د ټپيانو له ډلې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دي.

که څه هم تر دې دمه د پېښې اصلي لامل نه دی څرګند شوی؛ خو د افغانستان په لویو لارو باندې زیاتره ترافیکي پېښې د موټرونو له تېز رفتار، بې احتیاطه چلونې او د لارو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close