افغانستان

هرات ښار کې ناپېژاندو کسانو ۲ تنه پولیس وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۸ل): د هرات ولایت په مرکز کې د ناپېژاندو کسانو په ډزو کې د ښاروالۍ دوه تنه پولیس وژل شوي.

د هرات ولایت امنیتي چارواکي وایي، یاد دوه تنه پولیس د نامعلومو کسانو په ډزو هغه مهال ووژل شول، چې له کور څخه د خپل کار ځای  په لور روان وو.

د چارواکو په قول، برید کوونکي دوه تنه وو او له ډزو سره هم مهاله د پېښې له ځایه تښتېدلي.

د وژل شویو پولیسو د کورنیو غړو او خپلوانو د هغوی جسدونه د اعتراض په ډول د ولایت مقام مخې ته اېښې او له چارواکو د قاتلینو د پلټنې غوښتنه کوي.

یاده دې وي، چې د پېښې مسئولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخستی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close