د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان یوه اوونۍ وځنډېد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان چې تمه وه د تلې د میاشتې په ۲۷ نېټه وشي؛ یوه اوونۍ ځنډېدلی.

د ټاکنو کمېسیون ځینو سرچینو «يک» او «شمشاد» تلویزونونو ته دا خبر تایید کړی.

د سرچینو په خبره، د معلوماتو ورو انتقال او له بایومټریک دستګاوو څخه مرکزي سرور ته د معلوماتو د لېږد د سرعت کموالی ددې لامل شوی، چې د لومړنیو پایلو اعلان وځنډېږي.

د لومړنیو پایلو اعلان وروسته له هغه له ټاکلې نیټې ځنډېږي، چې تېره ورځ په کابل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې «الیس ویلز» د ټاکنیزې پروسې او رایې شمېرنې د بهیر په شفافیت ټینګار وکړ او له کمېسیون يې وغوښتل، چې په دې برخه کې دې له بیړې کار نه اخلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د