نړۍ

اردغان د ټرمپ لیک د کثافاتو سطل ته اچولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۸ل): د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردغان» د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» هغه لیک د کثافاتو سطل ته اچولی، چې نوموړی «احمق» پکې یاد شوی وو.

د بي بي سي موندنې ښيي، چې یاد لیک د روانې میلادي میاشتې په «۹» نېټه له سوریې څخه د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته اردغان ته لېږل شوی او نوموړي ته په سوریه کې د ترکیې د جګړې په تړاو ځیني وړاندیزونه شوي.

په یاد لیک کې اردغان ته د سوریې د جګړې د ناوړه پایلو په تړاو ویل شوي او ترې غوښتل شوي، چې سخت دريځي دې نه کوي او نه دې هم له حماقت کار اخلي.

د ترکيې چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې د ټرمپ لیک د اردغان له لوري رد او د کثافاتو په سطل کې غورځول شوی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اردګان د ناتو غړی هیواد دی په افغانستان کی یی ترکی عسکر د ناتو تر قوماندی لاندی د مجاهدینو د وژلو د پاره تشریف لری . د ملحد، بیسواده، وحشی لوطی، شرابی او د زرونو افغانانو قاتل دوستم د اردګان په واسطه لمړی معاون جوړ او د لواطت وروسته یی هم ترکیه کی پناه ورکړی او هلته لویه بنګله لری که حالات خراب شو هلته به بناه اخلی .

دا چه اردګان امریکا ته ځی ، ترمپ سره ګوری ترمپ یی استقبال کوی په همدی خاطر چه امریکایان به سوریه کی ترکان د امریکایی عسکرو ځای ناستی جوړوی، سمدلاسه امریکایان وځی او ترکان بی له دی چه له امریکایانو وډاریږی برید کوی دا د اردګان او ترمپ ترمنځ جوړ شوی پلان دی .

دا چه ترمپ اردګان ته خط لیږلی، اردګان یی بکی احمق یاد کړی او بیا اردګان د هغه خط ګاربیج کی غورځولی او د ترمپ خبری یی رد کړی.

په داسی حال کی چه بی بی سی هغه خط چه اردګان ته پکی احمق ویل شوی ولی نه دی نقل کړی او برخلاف هغه لیک یی دلته لیکلی چه د اردګان له خوا پکی د سپینی ماڼی او سپیکر تر عنوان لاندی خط لیکل شوی اردګان هغه خط ولی د ترمپ تر عنوان لاندی نه لیکلو او د حماقت بلمثل ځواب باید پکی لیکل شوی ټوله نړی ترمپ ته احمق او ترمپ بیا خپل نوم اردګان ته ورکوی ؟

اردګان تر غنی او کرزی زیات د امریکایانو او ناتو غلام دی ، اتاترک په لمړی دوه دری کلونو کی نه یواځی عثمانی خلافت ته د پای ټکی کیښود بلکه اسلامی فرهنک ته یی هم د پای ټکی کیښود تفصیل به یی تبصره لا اوږده کړی مګر اردګان صاحب خبله ږیره نه شی پریشودی په دوه لسیزو کی یی به میرمن بوړنی اچولی، په داسی حال کی چه د عدالت ګوند دومره اکثریت لری چه نظامی کودتا ناکاموی بیا هم اردګان نه شی کولای چه الهی نظام پلی او سکولریزم ته خاتمه ورکړی برخلاف نوره نړی کی د ناتو د قوماندی لاندی د سکولریزم د تطبیق د پاره هلی ځلی لری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close