رویا رحماني

رویا رحماني: بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه په وتلو کې بیړه نه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۸ل): په واشنګټن کې د کابل حکومت استازې «رویا رحماني» وایي، بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې له بیړې کار نه اخلي.

رویا رحماني چې په واشنګټن کې یې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « له سوریې څخه په ناڅاپي ډول د امریکایي عسکرو ایستل کېدلو، له افغانستان سره ددې هیواد د متعهد پاتې کېدلو په برخه کې اندېښنې راپورته کړې، ځکه په سوریه کې د امریکایي عسکرو له وتلو وړاندې ترکي فوځ پرمختګ وکړ».

رویا زیاته کړې، چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې له «تروریزم» سره د مبارزې په لاره کې نه هېرېدونکې قربانۍ ورکړې، چې موږ یې مننه کوو او ترڅنګ یې افغان ځواکونو هم په دې برخه کې خپله قرباني نه ده سپمولې.

د رویا په خبره، په اوسني وخت کې افغانان په دې باور دي، چې دا جګړه یوازې له سیاسي لارو حل کېدای شي « افغانان په دې باور دي، چې ټولې شخړې د جګړې له لارې حل کېدای نه شي، د افغانستان کړکېچ هم په ورته ډول له سیاسي لارو چارو د حل وړ دی».

د کابل حکومت استازې داسې مهال د بهرنیو ځواکونو وتلو ته اندېښمنه ده، چې څو ورځې وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې ناپایه جګړې به پای ته رسوي او عسکر به کورونو ته راستنوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا يوازی د رويا هيله نده چی غاصب کفار دی نه وزی ، مفسدين ، غله ، فاحش ، منافقين ، قاچاقبران ،…..، او نور ټوله خائنين هم د دی د خبرو پلوی کوی ، د امريکی د وتلو او د سپيڅلی اسلامی نظام په راتګ سره به خامخا د دوی شيطانی اعمالوته غټ تاوان ورورسيږی .
که ن ن وی که سبا ظالمه امريکا به لدی خاوری تښتی ، په مړو سترګو او د ماتی سره به تښتی .

عبد المالک همت
میلمه
عبد المالک همت

د ټرامپ زړه غواړي جي له ګران افغانستان څخه امريکايي پوځونه هر څه ژر وباسي، د امريکې په راتلونکو انتخاباتو کي د کاميابۍ لپاره هم اړ دی چي دا کار وکړي. له دې امله پرله پسې د خپل زړه دغه هيله تر خوله هم راباسي. خو په دې اړه د امريکايي او افغاني داړه مارو ځواکونو د فشارونو او کارشکنيو په وړاندي ټينګ نه سي درېدلای، ځکه په دې هکله جدي او مصمم کېدای نه سي، اما متل دی وايي: « چي طلاق ، طلاق لرې اخير به يې طلاقه کړې ». نو اخير به هرو مرو خپل عسکر باسي،… نور لوستل »

انتی شیطان
میلمه
انتی شیطان

فکر کوم چہ رویا بھرنیانو سرہ خیخی کری چہ نہ غواری خیخان یی لہ افغانستانہ ووزی

مجاهد
میلمه
مجاهد

د کابل کی چه د یوه په ځای دوه ریسان راته جان کیری ټاکی ، د شکته وزیرانو، والیانو ، قاضیانو ، وکیلانو، جنرالانو او سفیرانو خو مه وایه طبیعی ده چه اشغال شوی هیواد ټول سفیران د اشغالګرو له خوا ټاکل کیږی او په ځانګړی ډول امریکا کی افغان سفیر خو امریکایانو ته ډیر اهمیت لری . هغه خبری چه امریکا یی په ویلو شرمیږی هغه په دغو ایجړا کانو او فاحشو سفیرانو ترسره کوی دا چه محب یا رویا رحمانی څه شخصیت لرو او لری په اړه یی دومره لیکم چه امریکا کی سفیر کیدل یی شخصیت په… نور لوستل »

جلال
میلمه
جلال

د دى حرامى او حرامخور زان پلورلى وطن پلرولى او دين پلرولرى خبرى ته به سوك اهميت وركرى، ان شآءالله؟.!